بریالیتوب او زمونږ د ټولو غوښتنه ده، خو د بریالیتوب پر راز پوهېدل او د دغه راز خیال ساتل بیا د هر چا کار نه دی. همدغه ټکی دی چې بریالي له ناکامو بېلوي. لاندې ټکي به درسره په ټولنه کې د یوه بریالي او اغېزمن شخص په توګه په څرګندېدو کې مرسته وکړي.
لومړی: د نورو سره هغسې چلند وکړئ چې د ځان لپاره یې غواړئ. دا کار که سړی د نورو د خوشالۍ لپاره نه کوي، لږ تر لږه د ځان د خوشالۍ لپاره دا کار اړین دی. نور له مونږ سره هغسې چلند کوي چې مونږ یې له هغوی سره کوو. که نه غواړو نور راباندې سترګې پټې کړي او له مونږ سره له ستړې مشئ او د یو دوه جملو له تبادلې ډډه وکړي، خپله ولې داسې وکړو؟ دغه راز، هر هغه څه چې په نورو کې مو خوښ شول، د خپل شخصیت یوه برخه یې وګرځوئ او که مو خوښ نه شول خپله هم ترې ډډه وکړئ.
دویم: له نورو سره مو کېنه او په ذهن کې د هغوی په اړه منفي تصور له ذهنه وباسئ. داسې څوک ښایي نه وي چې له الف تر یا له نیمګړتیاوو او خامیو ټولګه وي. نږدې ټول خلک د نیمګړتیاوو او له یوې نیمې ناوړه ځانګړنې ترڅنګ خورا ډېرې ښې ځانګړنې لري. تاسې یواځې هڅه وکړئ چې د خلکو د نیمګړتیاوو پر ځای په هغوی کې ښیګڼې او وړ ځانګړنې په پام کې ونیسئ.
دریم: هغه لباس چې مونږ یې پر تن کوو، په خلکو له هغوی ډېر اغېز پریباسي چې مونږ یې تصور کوو. هغه څه چې زمونږ په زړه او ذهن کې دي، خلک پرې وروسته-وروسته یا بېخي نه پوهېږي؛ خو هغه هغه څه چې زمونږ په ظاهر پورې اړوند ګڼل کېږي، خلک ترې ډېر ژر دتاسې یو تعریف اخلي.
څلورم: د خلکو سره د هغوی په غم او خوشالۍ کې ګډون وکړئ. د نورو سره په غم او خوشالۍ کې له ګډون موخه دا ده چې تاسې د هغوی غم او خوشالي خپله وګڼئ او وګورئ چې څنګه له هغوئ سره خوشالي یا خفګان شریکه کړئ. یواځې فزیکي ګډون بسنه نه کوي.
پنځم: له خلکو سره په چال چلند او راشه درشه کې له منځلارۍ څخه کار واخلئ. د خلکو سره په چال چلند کې مه دومره خوږېږئ چې څوک مو وخوري او مه دومره ترخېږئ چې له خولې مو وغورځوي. فکر مو وي چې که مینه په راشه درشه زیاتېږي، خو له خلکو سره مو ډېره راشه درشه ښایي ارزښت راټیټ کړي.
شپږم: که د تاسې د کومې نیمګړتیا له امله درڅخه د چا خوا بده وي یا بدیږي، له هغوی په بخښنې غوښتلو او د هغوی په پخلاینې کې سستي مه کوئ.
اووم: وخت ناوخت مو ملګرو او خپلوانو ته ورشئ، له نږدې یې احوال وپوښتئ، که کومه مرسته مو ورسره تر وس پوره وه ترې مه یې سپموئ. که چېرته د تګ یا له نږدې د چا د احوال اخیستلو لپاره وخت یا امکانات نه لرئ، تلیفون ورته وکړئ او ورته ووایئ چې د څه لپاره مو تلیفون کړی. که کېدی شي نورو ته ډالۍ ورکړئ. اړینه نه ده چې ډالۍ دې غټه وي. ډېره وړه ډالۍ هم د هغوی په زړه او ذهن کې د تاسې لپاره ځای پیدا کوي.
اتم: له نورو توقع مه کوئ. که دا نه کېږي تر هغه وروستي بریده یې راکمه کړئ. توقع نه یواځې د تاسې خوشالي له مینځه وړي، د نورو په ذهن او نظر کې مو مقام راټیټوي. خلک باید لږ تر لږه د تاسې د مینې په مقابل کې د تاسې سره مینه وکړي، خو دا کار حتمي نه دی، ځینې خلک دا کار نه کوی؛ نو تاسې یې له چا توقع مه کوئ.
نهم: لږې خبرې وکړئ، خو ډېر واورئ. خلک د غږېدونکو په پرتله اورېدونکي خوښوي. اورېدل باید په دې مانا نه وي چې سړی په یو غوږ واوري او له بله یې وباسي.
دغه راز یوه ژبه ولرئ. د خلکو سره په اړیکو کې دوه ژبې مه کاروئ.
لسم: له نورو سره له مجادلو او ترخو بحثونو ډډه وکړئ. خپلې ښېګڼې پټې او پر خپلو نیمګړتیاوو اعتراف وکړئ. ددې برعکس، د نورو په نیمګړتیاوو پرده واچوي او له ښیګڼو یې یادونه وکړئ.
یوولسم: په میلمستیاوو او غونډو کې فعال او مسؤلیت منونکي واوسئ. خلکو ته په خدمت او اسانتیاوو برابرولو کې درېغ مه کوئ.
دولسم: منظم واوسئ. بې نظمي نه یواځې د تاسې په کارونو کې د خلل او ګډوډۍ سبب کېږي، د نورو په وړاندې مو ارزښت هم راټیټوی.
دیارلسم: که له نورو د ښو ځانګړنو پر ځان کې راوستل د بریالیتوب راز کېدی شي، ړوند تقلید د د ناکامۍ سبب کېږي. که یو څه د یو چا د بریالیتوب او محبوبیت سبب شوي وي، اړینه نه ده چې د تاسې لپاره دې هم دغه تجربه ګټوره تمامه شي. خپل ځان له پامه مه غورځوئ؛ وګورئ چې د تاسې د ځان لپاره د نورو له کومو تجربو ګټه اخیستلی شئ.
څوارلسم: ثابت واوسئ. په هغه څه چې باور لرئ ترې مه تېرېږئ. خلک به مو په بریالیتوب شک ښکاره کړي، خو دا د هغوی خپل برداشت دی. هغوی چې څه کوي یا یې وایي د خپلې پوهې او تجربې له مخې یې وایي؛ نه د تاسې.
پنځلسم: لوړ فکر وکړئ. لوړ فکر مو په بدن کې د اضافي انرژۍ سبب ګرځي.
شپاړلسم: د هغه څه لپاره چې کوئ یې، منطقي دلیل ولرئ. له ځانه د هر څه د کولو وړاندې وپوښتئ چې ولې باید دا کار وکړئ؟ او بیا د دې پوښتنې لپاره منطقي ځواب ولټوئ.
اوولسم: په ځان کې د خپلو موخو لپاره د نورو د قانع کولو مهارت وروزئ.
اتلسم: خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې خطر ومنئ.
نولسم: باور ولرئ چې هر وخت د (هو) ځواب سم ځواب نه وي. کله کله باید (نه) ووایئ. که کوم څوک درنه د څه کولو هیله کوي، په ځان کې یې توانایي وګورئ. که د هغوی غوښتنه پر خپل وخت یا بېخي نه شئ پوره کولی، ښه دا ده چې (نه) ورته ووایئ.
شلم: د ورځنیو کارونو تر څنګ تفریح ته په خپل تقسیم اوقات کې ځای ورکړئ. بریالي خلک د سخت کار تر څنګ تفریح هم کوي. تاسې هم دا کار وکړئ.
یوویشتم: کله کله باید یواځې پر هغه څه باور ولرئ چې یواځې تاسې یې فکر کوئ. یوه لور ته د ګڼو خلک میلان دا مانا نه لري چې یواځې همغه د بریالیتوب لار ده. په حقیقت کې هغوی ته کومه بله لاره نه وي معلومه. که تاسې د کومې بلې لارې په اړه فکر کوئ، پرته له ځنډه لاس په کار شئ.
دوه ویشتم. مشهوره وینا ده چې که غواړئ هغه څوک شې، چې نه وې؛ باید هغه څه وکړې چې پخوا دې نه دي کړي. د تغیر لپاره باید تغیر وکړي. له عین کاره د بېلابېلو پایلو توقع یواځې لیونیان کولی شي.
درویشتم: د بریالیتوب لپاره روغه سټه پکار ده. د بریالیتوب لپاره مو جسمي او رواني روغتیا ته پام ډېر کړئ. د روغې سټې لپاره اړینه ده چې خپلو خوړو، خوب او ورزش ته بیا کتنه وکړئ.
څلورویشتم. له وخت په سمه توګه ګټه واخلئ. بریالي خلک په یوه وخت کې څو کاره نه کوي، بلکې هر کار په خپل وخت او په پوره پاملرنې سره کوي. د وخت نه د ښې ګټې اخیستنې لپاره پکاره ده چې د هرې ورځې لپاره ځانګړی تقسیم اوقات ولرئ. په خپل تقسیم اوقات کې هڅه وکړئ چې ان د هرې دقیقې لپاره یو څه په پام کې ولرئ.
پنځه ویشتم: د بریالیتوب لپاره وخت پر وخت او په بیلابېلو مواقعو کې ځانته د نورو له عینکو وګورئ. پیدا کړئ چې په تاسې کې د څنګه چې یئ او څنګه باید وئ ترمینځ تفاوت شته که نه؟ د بېلګې په توګه، ځان د داسې چا په توګه فرض کړئ چئ همدا اوس مو مخې ته ولاړ دی. ایا په ځان کې کومه نیمګړتیا وینئ؟؟