عبدالله ریحان

لیکوال: ټراویس برېډبیري

هره ورځ ډیر تصمیمونه ونیسئ، ځکه ستاسو د بریاوو او خوښیو لپاره اړین دي. لویې پرېکړې په ناببره توګه نه رامنځ ته کیږي. په دې مقاله کې چې په لینکټ لاین پلس خپره شوې بریډ بیري د دې تګلارې ثبوت وړاندې کړی دی، چې په تعقیب سره به یې زمونږ ټاکنې لا غوره کړي. ستاسو ورځې په منظم ډول لکه په ویاله کې اوبه له  پرېکړو ډکې بهیږي. د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې یوې څیړنې ښودلې، چې موږ هره ورځ په اویا غوره پرېکړو کې را ښکېل یو، ځینې پرېکړې کوچنۍ دي؛ لکه څه وخورو، څه واغوندو، په کومه لاره تر دفتره لاړ شو… او ځینې پرېکړې ستونزمنې دي؛ لکه د دوو دندو وړاندیز او ترمنځ یې ټاکنه، له یو ښاره بل نوي ښار ته تګ او یا د ژوند څخه د یو زهرجن شخص لرې کول…

نو هره ورځ د زیاتو تصمیمونو سره غوره ټاکنو ته لومړيتوب ورکړئ ؛ځکه ستاسو د خوښیو لپاره اړین دي.

د ښې تصمیم نیونې لپاره پکار ده چې لاندې لس سپارښتنې عملي کړو.

  • دوی کوچني تصمیمونه ورځنی کار ګرځوي.

تصمیم نیونه د بدن د عظلاتو په څیر کار کوي، تاسو چې څومره د ورځې په جریان کې کار وکړئ، د ستړیا احساس به درسره ملګری وي، تر ټولو ښه ستراتیژي چې بریالي خلک یې د ستړیا د لرې کولو لپاره کاروي داده، چې په ورځني ژوند کې کوچنۍ پرېکړې له منځه یوسئ او پر ځای يې پیچلو پرېکړو ته  چې د بریا حدف ته مو نیږدې کوي په ذهن کې ځای ورکړئ. سټیو جاب د کار لپاره غیر رسمي جامې اغوندي، مارک زکربرګ هم په ورځني ژوند کې غیر رسمي جامو ته ارزښت ورکوي، دا دوه مشهورې څیرې د ورځني ژوند د ستړیا د را کمولو لپاره ښه انځور وړاندې کوي. بارک اوباما وايي؛ تاسې به زه ډیر ځله لیدلی وم، چې په غیر رسمي جامو کې ګرځم زه نه غواړم، چې په کوچنیو پرېکړو وخت ضایع کړم ځکه زما په مخ کې ډیر لوی-لوی کارونه پراته دي چې په اړه یې تصمیمونه ونیسم.

  • دوی لوی تصمیمونه په سهار کې نیسي.

بله غوره لار دا ده چې د پرېکړې ستړیا ته مو ماته ورکړئ، کوچنۍ پرېکړې له کاره وروسته وځنډوئ. د سهار له خوا ستاسو ذهن تازه وي نو هغه لویې پرېکړې، چې تاسې یې کوئ په هغو فکر وکړئ. کله چې له اړینو پرېکړو سره مخامخ کیږی، سهار وختي پاڅئ په اړینو پرېکړو کار وکړئ. مخکې له دې چې، ویده شئ کوچنیو کارونو ته وخت ورکړئ لکه د تلیفون ځوابول، د ایمیلونو ځوابول…. یانې د سبا د کار لپاره اسباب برابر کړئ، بیا تاسې اړ نه یئ چې په سهار کې یې له خوبه ورسته په اړه فکر وکړئ.

  • دوی خپلو احساساتو ته پاملرنه کوي.

زوړ روایت دی چې «په لنډمهاله احساساتو مو دایمي پرېکړې مه کوئ». بریالي خلک د شدت او چلند په شمول خپل احساسات پیژني. هڅه کوي چې پوی شي د پرېکړو په اړه واقیعي او منطقي امکانات لري. له بده مرغه ډیر خلک په اداره او آن د هغوی د احساساتو په پیژندلو کې پاتې راغلي دي. Talent smart ادارې له یو ملیون څخه په زیاتو خلکو څیړنه کړې او په پایله کې شپږ دیرش (٪۳۶) سلنه هغه خلک و، چې په دقیقه توګه د خلکو احساست په ګوته کوي.

قوي تصمیم نیونکی له بلې خوا په دې پوهیږي، چې بد مزاج یې له اخلاقي کرښو څخه لرې ساتي او ښه مزاج مو د بریا لور ته کشوي.

(( بریاليتوب پرته له دې ټکي نه شته ، هره ورځ هڅه وکړه. جیمز روهن))

  • د پریکړو پر مهال دوی خپل نظرونه په واقعي توګه ارزوي.

بریالي خلک د لا ښه والي لپاره معیارونه ټاکي دا معیارونه د پرېکړې په کولو کې اسانه او ډیر اغیز من دي.

په پریکړو کې لاندې معیارونه اړین دي.

  1. دا پرېکړه څومره ګټوره ده؟
  2. ګټه یې څه ده؟
  3. څومره زیان لري ؟
  4. زیان به یې څه وي؟
  5. ایا ددې پرېکړې په کولو سره به پښمانه شم؟
  6. ایا ددې پرېکړې په نه کولو سره به پښمانه شم؟
  7. ایا دا پرېکړه زما ارزښتونه منعکس کوي؟

  • په تصمیم نیولو سره ویده کیږي.

په تصمیم نیولو سره ویده کیدل تاسو ته ډاډ درکوي چې راتلونکې ورځې ته پلان لرئ. د ښه پرمختګ لپاره مو احساسات وپیژنئ او کنټرول ګړئ.  کله چې په چټکۍ سره عمل تر سره کوئ نو غبرګون ته یې پاملرنه وکړئ.

په پرېکړه باندې زیات تمرکز او وخت ورکول چې په پیل کې به یې تاسو ته داسې مهم اړخونه دروښيي چې مخکې مو نه وي لیدلي.

  • دوی زیات انتظار نه کوي.

بریالي خلک د زیاتومالوماتو د راټولو په ارزښت پوهیږي. په اعین وخت کې له کاره وتلي موضوعاتو باندې فکر نه کوي. په ځای یې د ستورو په کرښه کولو ته پاتې کیږي. بریالي خلک پوهیږي، چې د پرېکړې د تعقیب لپارره مهال وېش ته ضرورت دی،  کله یې چې د هدف نېټه وټاکله نو دوی د هدف د ترلاسه کولو لپاره په ټاکلي وخت کې په ژور فکر اغیزمنې تګلارې لټوي.

  • دوی د انرژي د تر لاسه کولو لپاره تمرین کوي.

د فشار په نتیجه کې لویه پرېکړه په طبعي ډول کرېستيسول (هرومن) تولیدوي. دا کیمیاوي محارک دی چې ځواب ورکونکی دی. کرېستیسول (هرومن) موږ ته  د منطقي او واضح فکر را کولو توان را کوي. کله مو چې د پرېکړې پر وړاندې د ستومانۍ احساس وکړ، حد اقل دېرش دقیقې تمرین وکړئ، تر څو مو ذهن بیا اماده شي او د ښه فکر کولو انرژي ولري.

همدارنګه تمرین له موږ سره کرېستیسول په عملي استعمال کې مرسته کوي. څیړنو ښودلې چې ډیر تمرین مو ذهن د فوق العاده کار او د پرېکړو پر وړاندې ښه جوړاوي.

  • دوی همیشه په وجداني کرښو پاتې کیږي.

بریالي خلک د تصمیم نیولو په وخت کې وجدان له نظره نه غورځوي، کله مو چې احساسات په مختلفو لارو کش کوي وجدان مو باوري لارښونې درکوي.

  • دوی بهرانۍ مشورې لټوي.

کله چې تصمیم نیسو موږ طبعي اختیار لرو، چې مالومات راټول کړو او بیا د پرېکړو ملاتړ وکړو. په یوازې ځان مالومات راټولول د چاسره مشوره نه کول، یو اړخیز قضاوت کول تعصب نومیږي. د تعصب د مخنیوي لپاره ښه لار داده، چې د خلکو مختلف نظریات واورو او د خلکو د مشورې په نظر کې نیولو سرره مخکې لاړ شو.

د خلکو نظریات تاسو سره مرسته کوي چې په پرېکړه کې مو توازون ساتلی دی.

  • دوی تیر تصمیمونه منعکس کوي.

مشهور لیکوال مارک ټوین د پېچلو پرېکړو تشرح په لاندې ډول کوي.

(( ښه پرېکړه د تجربو په اساس را منځ ته کیږي، مګر تجربې له بدو پرېکړو څخه په لاس راځي.)) دا په دې مانه نه ده، چې د زرو غلطیو وروسته ښه تصمیم نیونکی شې په دې مانه چې تیرې شوې پرېکړې مو په ذهن کې وساتئ. بریالي خلک پخوانۍ پرېکړې نه هیروي. په راتلونکو پرېکړو کې له غلطیو مخنیوی کوي، د ځان په ګټه یې پای ته رسوي. کیدای شي ستاسو د پرېکړې پیل ورځې، هفتې او حتی کلونه دوام وکړي خو د پرېکړې ارزښت ستاسو په وخت او انرژۍ کې پروت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *