کرایک هایپر یو لیکوال، څیړونکی، او د راډیو تلوېزیون چلوونکی وو. هغه په تیرو ۲۵ کلونو کې د هغه کارونو له امله چې کړي یې وو، د یو حرفوي کس په توکه را څرګند شو. هایپر په خپله هغه ویب پاڼه کې چې د (کارکولو) په نوم ده، داسې لیکلي.

غواړم هغه څه چې ما د کتاب لوستلو او د ژوند کولو له تجروبو څخه لاسته راوړي دي،تاسې ته په څلویښتو ټکو کې وړاندې کړم.

دا تاسې او دا هغه څلویښت ټکي.

۱ـ هغهفرصتونه وګورئ او پیدا یې کړئ چې نور یې نه ګوري.

۲ـ له هغه ستونزو پند واخلئ، چې نور ترې شکایت کوي.

۳ـ په حل لارو تمرکز وکړئ.

۴ـ په هوښیارانه ډول ځانته د بریالیتوب فرصت جوړکړئ، په داسې حال کې چې نور یواځې د بریالیتوب هیله لري.

۵ـ  تاسې هم د نورو پشان ویره لری خو دیته اجازه مه ورکوئ چې ویره مو محدود او کنټرول کړي.

۶ـ له ځان څخه سمې پوښتنې کوئ، هغه پوښتنې چې مو مثبت او د ذهني سکون لوري ته وړي.

۷ـ له هرڅه شکایت مهکوئ، بلکي همدا انرژي د هغه مشکل په حل کولو مصرف کړئ.

۸ـ د چا پوچو خبرو ته لکه ( ددې کار فایده څه ده؟) غوږ مه نیسئ، بلکې د خپلو ټولو کارونو مسئولیت په خپله واخلئ.

۹ـ کله چې د ډیرې وړتیا کارولو ځای راشي، نو په هغه لارو کار وکړئ چې وکولای شی خپله وړتیا او ظرفیت لوړ کړی.

۱۰ـ هغه وخت چې نور خوب کوي، تاسې مصروف او فعال واوسئ.

۱۱ـ  له همفکره کسانو سره ځان یو کړئ.

۱۲ـ لوړ خیالونه ولرئ، او کوښښ وکړئ چې ژوند په خپلې خوښې وڅرخوی نه دا چې ژوند مو په اتوماتیک ډول تیر شي.

۱۳ـ د دې پر ځای چې د ژوند تیریدلو ننداره وکړی په دقیق ډول په دې پوه شئ، چې په ژوند کې څه غواړی او څه نه.

۱۴ـ  د دې پر ځای چې تقلید وکړی، نوښت وکړئ.

۱۵ـ  د نن او سبا په تمه خپل کار مه پریږدئ.

۱۶ـ د ژوند د مدرسې شاګردان واوسئ او هر نوی زده کړی کار اول په ځان وآزمایئ.

۱۷ـ هر وخت غلطه لار پر مخ درځي، خو سمه لار وپیژنئ.

۱۸ـ  دقیقا په دې پوه شئ چې څه وکړی، له یو ښاخ څخه بل او له بل څخه بل ته په ټوپ وهلو ژوند مه تیروئ.

۱۹ـ کمې غلطی وکړئ، او پند ترې واخلئ.

۲۰ـ  له ډیرو ستونزو سره به مخ شی، خو له ستونزو سره جدی او تیزه مبارزه وکړئ او ستونزې په خپله کټه استعمال کړئ.

۲۱ـ د قسمت او چانس په تمه مه پاتې کیږئ تر څو راتلوونکي مو وټاکي، بلکې په دې باور ولرظ چې د کوښښ او زیار په مټ کولای شی خپل ژوند ښه لوري ته بوزی.

 ۲۲ـ مخکې له دې چې کار کولو ته مجبور شی، کار او فعالیت وکړئ.

۲۳- لټ او تنبل کسان هم د بریالیو کسانو په څیر احساس او خواهش لري، خو بریالي کسان د خپلو خواهشونو غلامي نه کوي.

۲۴- د اړیکو پراختیا ښه خوی ده، کامیابه کسان په اړیکو کار کوي.

۲۵- د ژوند کولو لپاره تقسیم اوقات جوړ کړئ، ژوند مو اتفاقي پیښو ته مه پریږدئ.

۲۶- د ډیرو ستونزو او سختیو پر وخت خلک په هر قیمت غواړي چې له ستونزو ځان وژغوري او ارامه واسي، خو تاسې په ستونزو او سختیو کې د اوسیدو توان پیدا کړئ او په قدر یې پوه شئ.

۲۷- د ژوند په ارزښتونه مو معلوم کړئ، او د همدغو ارزښتونو لپاره ژوند وکړئ.

۲۸- کله چې له مالي پلوه کامیاب یاست، نو دا د کامیابی اصل مه ګڼئ.

۲۹- په خپل ځان د واک درلودلو ارزښت وپیژنئ.

۳۰- په ځان ډاډمن واوسئ، له دې فکرونو څخه چې چیرې اوسی؟ او څنګه اوسی؟ ډډه وکړئ.

۳۱- لاس او زړه مو پراخ وساتئ، له نورو سره د کمک پر وخت خوند واخلئ.

۳۲- متواضع واسئ، خپل اشتباهات په خوشالی ومنئ او په اسانی سره بښنه وغواړئ.

۳۳- تیریدونکی واوسئ، او تقدیر غنیمت وګڼئ.

۳۴-  بدن مو سلامت وساتئ ځکه په همدې بدن کې ژوند کوی.

۳۵- له تنبلی ځان وژغورئ، ډیر کار وکړئ او د کار کولو غټه حوصله ولرئ.

۳۶- هر وخت د خپلو کارونو د پایلو انتظار وباسئ.

۳۷- له کم اصله او بې کاره خلکو سره مه کینئ.

۳۸- په هغه کارونو چې نور ستاسو له کنترول څخه وتلي دي، خپله انرژي مه مصرفوئ.

۳۹- ژوند د ويښیدو او ویده کیدو دواړه چابیانې لري، د ضرورت پر وخت کار وکړئ او د ستړیا پر وخت آرام وکړئ.

۴۰- زده کړي کارونه مو بیا بیا وازمایئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *