لیکوال محمداکبر حقمل

لومړی: په خپل ځان مو باور ولرئ! دوهم: په ژوند کې مو موخه ولرئ! درېيم: موخې او بریالیتوب ته د رسېدو په موخه مو له ذهن څخه کار واخلئ! څلورم: خپل پټ استعداد مو وسپړئ! پنځم: له هېڅ کس څخه د مرستې تمه مه کوئ! شپږم: یواځې له خپل ځان څخه مو د بریالیتوب هیله ولرئ! اووم: د هر کس پر وړاندې د هغه د سوییې له کچې سر سم چلند وکړئ! آتم: له وخته وړاندې پرېکړه او قضاوت مه کوئ! نهم: لومړی مو ځان ډاډمن کړئ بیا تصمیم ونیسئ! لسم: خپل ورځنی کار مو په ډېره لېوالتیا سره سرته ورسوئ! یوولسم: د ستونزو پر وړاندې مو ودرېږئ یا مبارزه ورسره وکړئ! دوولسم: خپل تېر وخت مو د ځان لپاره پند وګرځوئ! دیارلسم: له بریالیو کسانو سره مو اړیکې ډېرې کړئ! څوارلس: د نورو له تجروبو څخه ګټه واخلئ! پنځلسم: حتی که بریالي هم شئ هڅې مو مه کمزوروئ! محمداکبر حقمل د فسبوک پته M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *