د ښه ژوند لرلو: ټولګه
بریالي کسان د بریا لپاره
دا سي څوک نه پیژنو چې له زیار ایستلو پرته دې توانېدلی وي یا په یو کار کې بریالی شوی وي. د بریا تر ټولو یوه مهمه کړنلاره هڅه او کوښښ دی.
ـ 1 هدف مو تل په ذهن کې وساتئ.
هر هغه څه چې غواړئ ورته ورسېږئ، له هدفه پیلیږي. او که پو نشوئ چې هدف مو څه دی، بیا هېڅ لاره هدف ته د رسېدو نشته. فکر وکړئ چې په یوه ټکسې کې یاست، لومړی کار چې ترسره کوئ څه دی؟ کېدای شي چې لومړی ډرېور ته سلام او وروسته څه؟ معلومه ده چې ډرېور ته به هغه ځای ښیې چیرته چې ځې تر څو تاسو هلته ورسوي. نو په همدې توګه باید پو شئ کوم ځای چې تاسو غواړئ ورته ورسیږي چیرې دی.
په همدې ترتیب ډېره مهمه ده، کوم څه چې په ژوند کې غواړئ د هغه لپاره اهداف مشخص کړئ. څه غواړئ؟ هیلي او اهداف مو څه دي؟ ما د خپل ځان د اهدافو او هیلو لپاره یوه کاغذي تخته لګولي او ټول اهداف مې پرې لیکلي. له شک پرته دغه اهداف هره ورځ ماته دا را یادوي چې څه غواړم او د خپل ځان په لور مې بیایي.
ـ 2 هغه کار وکړئ چې مینه ورسره لرئ.
د هغه کار په ترسره کولو چې تاسو ورسره مینه لرئ، تل مو تازه او په حرکت کې ساتې. او په دغه کار کې د بریا لپاره مو لېوالتیا د نورو کارونو په پرتله لا زیاتېږي.
که د خپلې خوښې د کار په تړاو مو ډاډمن نه یاست، وګورئ چې ډېره مینه او علاقه مو له څه شي سره ده. له شک پرته که چیرته تاسو د انتخاب کولو وړتیا ولرئ نو هر کار چې تاسو ورسره مینه لرئ کولای شئ، چې هغه به څه وو. له یو کار سره مینه او علاقه هغه وسیله ده، چې تاسو بریا ته رسوي.
ـ 3 تر مخکې سخت کار وکړئ.
دا سي څوک نه پیژنو چې له زیار ایستلو پرته دې توانېدلی وي چې په یو کار کې بریالی شوی وي. د بریا تر ټولو یوه مهمه کړنلاره هڅه او کوښښ دی. د کوښښونو او هڅو ور وړاندې هم کولای شو، چې ستراتېژي جوړه او ګامونه پورته کړو، خو ګټوره به نه وي. فرض کړئ له کوم کار سره چې مینه لرئ په ترسره کولو یې نه ستړي کیږئ.
ـ 4 د ټول وخت څخه ګټه پورته کړئ.
هر وخت ارزښت لرونکی دی. بریالي کسان تر نورو د وخت په ارزښت ډېر ښه پوهیږي. لکه چې ډونالډټرمپ په خپل یوه کتاب کې لیکلي. (( د وخت ارزښت له پیسو څخه ډېر دی ځکه پیسي کولای شي چې دوباره لاسته راوړئ خو وخت هېڅ کله بېرته نه راګرځي.)) نو په همدې توګه، زه د خپل ښه وخت په تېرېدو سره تل ډاډه کیږم او له وخت څخه ښه ګټه پورته کوم. ښه دقت وکړئ دا عادت په دې معنا نه دی چې باید ۲۴ ساعته کار وکړئ. د ژوند د ټول وخت څخه ګټه اخستنه ځان جوړونه او آرامتیا هم ده او دا لړۍ له تاسو سره مرسته کوي تر څو اوږده لاره په بریالیتوب سره سرته ورسوئ.
ـ 5 د خپلو هیلو د لاسته راوړلو په خاطر د عمل ډګر ته ودانګۍ.
د ښه ژوند درلودلو لپاره باید عملي اړخ مو ډېر پیاوړی وي. کوم کارونه چې کوو او یایي نه کوو زمونږ د پرمختګ لار ټاکي. که غواړو چې په ژوند کې ښه پایله ولرو، پکار ده،چې د هغې د لاسته راوړلو لپاره باید عملي اقدامات ترسره کړو.
ـ 6 په دوامداره توګه خپل ځان له ورځي سره برابر کړئ.
دا باید زده کړئ چې هیڅ کله شاته لاړ نشئ. د کار غښتلتیا لپاره داسي لارې چارې شته چې باید ترسره یې کړئ. ممکن نن ورځ ډېر ځواک او مهارتونه ولرو، خو د دې ټولو په شتون کې باید زمونږ مهارتونه لا پیاوړي او پرمختګ وکړي. غښتلي او بریالي کسان تل د زده کړې، مطالعې او د ځان د پرمختګ په حال کې وي. نو اوس ښکاره شوه، چې بریا ته رسېدو په پار باید سویه لوړه کړو.
ـ7 د ځان په اړه له نورو وپوښتئ.
مهمه نه ده، چې څومره باید پرمختګ وکړو. مهمه داده چې څومره د ضعف ټکي لرو. مونږ په خپل ځان کې ډېر داسي د ضعف ټکي لرو چې له هغو څخه هېڅ راز خبرتیا هم نلرو او هېڅ کله نشو کولای کوم څه چې مونږ یې په تړاو معلومات نلرو هغو ته پرمختګ ورکړو. له نورو څخه د ځان په اړه پوښتل د ظرفیت لوړولو تر ټولو ساده، چټکه او غوره لاره ده.
ـ8 هڅه وکړئ چې په هر کار کې وړاندې شئ.
صبر وکړئ، فکر مو کړی دی چې بریالیتوب د رسېدو لپاره ۷ عادتونه او کړنلاري شته دي. یو بل عادت هم شته چې ځانګړي، فوق العاده او بریالي کسان دي او هغه دا چې هڅه وکړئ ترڅو په هر کار کې مخکې شئ. په یاد ولرئ هغه څوک چې په متوسطې رتبې پسې ګرځي هېڅ کله به فوق العاده نشي.