لیکوال محمداکبر حقمل

پیاوړي او پرنفس باور لرونکي کسان تل داسې موخې ټاکي، چې خورا ارزښتمنې وي او کار کول ورته بې ځایه نه وي یعنې د کار کولو او زحمت ګاللو ارزښت ولري. هغه کسان کوم، چې پورتنۍ ځانګړنې ولري او له خپلو وړتیاوو څخه په سم وخت او مناسب ځای ګټه واخلي نو خپلو ټاکلو موخو ته به په خپله خوښه او مناسب وخت ورسېږي. څېړنې وایي، چې نابریالي کسان له پیله سمه ټاکنه نه کوي، وخت په ناڅیزه او بې ارزښته څیزونو تېروي او له ارزښتمنو او ښو موخو ټاکلو څخه وېره لري یعنې له خپلو پټو او ښکاره وړتیاوو څخه ناخبره وي او داسې فکر کوي، چې ګواکي دوی لوړو موخو ته نه شي رسېدلای، چې دا فکر بشپړ غلط دی ځکه دا ډول فکر یې بریا ته نشي رسولای او نه یې خوشبخت کولای شي دا فکر یې یواځې د نابریالیتوب او ماتې خوړلو لامل ګرځي. د انسان په ژوند کې تل داسې ټاکنې ځای نیسي، چې ځینې یې په زړه جوړې وي او ځینې نه. اوس په کار ده، چې له ټولو هغو مو لپاره کار وکړو کومې مو، چې په زړه جوړې دي او ټولې هغه موخې را ټولې او وپېژنو کومې، چې مو په زړه جوړې نه دي او په بدلون یې خوشحالېږو، نو وروسته له دقیق پېژندلو او را ټولو یې باید ورته د شونتیا تر بریده بدلون ورکړو، ځکه که بدلون ورنه کړو نو خورا به پیاوړې شي او زموږ ژوند به نور هم له کړاوونو سره مخ کړي. لومړی باید ټولې موخې په دوو برخو ووېشو ښکلې او ژوند جوړوونکې موخې مو لا پیاوړې کړو او ورته د رسېدو په لارو یې فکر او کار وکړو. دوهم ټولې هغه موخې مو په نورو غوره موخو بدلې کړو کومې مو، چې له خوښې سره برابرې نه دي ځکه وخت مو ضایع کوي او له نورو بریالیتوبونو څخه مو هم پاتې کوي. هر کس باید خپلې بې ځایه وخت ضایع کوونکې او کمزورې موخې په غوره او ارزښت لرونکو موخو بدلې کړي تر څو بریالیتوب او ارزښت لرونکو موخو ته یې په خپل وخت ورسېږي او له خپل ژوند څخه ريښتینی خوند واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *