سحرګل سحر

په ټولیز ډول انسانان بېل بېل خواهشات لري .

ځيني د یوڅه ، ځیني د بل شي خو ځیني بیا له دې نړۍ له ژونده هیڅ خبر نه وي بس یو ژوند وي چي تېروي یې له دې څو ډلو انسانانو يې د ځینو هیلې پوره خو د ځینو هیلي بیا پوره نه بلکې نیمګړي پاته سي ولي ځیني تر هلیو وړاندي ناهیلي پاته سي .

ما هم کله کله فکر کاوه چې ژوند یعني څه ؟ د ژوند مانا څه ده ؟ آیا ژوند هر وخت وي ؟ آیا تېر ژوند بیا راګرځي که نه ؟ او آیا انسان ټول عمر په یوه حال پاته کیدای سي که نه ؟ او دې ته ورته داسي ډیري نوري پوښتني چي همېشه به مي زهن ته راتلې .

فکر دی چې انسان ته ستونزي جوړوي ، فکر دی چي انسان ته ښه ژوند ورکوي ، فکر دی چي انسان بلي نړۍ ته بیایي او هغه هم فکر دی چي انسان ډیر کم هوار وي ، البته که څوک چندان ښه فکر ونه لري .

سوچ به مي کاوه چې آیا ټوله عمر به زمان واکمن ، خان ، قوماندان ، والي ، وزیر ، دولت مند ، شتمن ، او داسي نور به پر دې نړۍ ښه او خوشحاله ژوند کوي او غریب ، بې وزلي ، بې چاره او نور به ټول عمر په نه څه ژوند تېروي ؟

او آیا دغه چوکۍ ، جایداد او دغه هر څه به هم داسي لاس پر لاس پاته کیږي ؟ وروسته به مي له ځان سره وویل چي نه داسي هیڅ کله نه ده.

که څوک رانه پوښتنه وکړئ چې تا ولي داسي فکر کاوه ؟ زه به د زړه بې دریغه ورته ووایم چې زه ناوسه وم او په یوه بېوزله خو غریتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وم .

ولي ما ته یاد ؤ چې ( که راحت غواړئ زحمت درله ربوېم زما وروه ) له همدې ټکي مي د خپل ژوند په هیلو پسې راپیل کړه چې د ژوند لوړ پوړ ته مي ځان ورسوم او په ټولنه کې د هر چا تر نظر ښه او یو تل پاتې شخصیت ورغوم .

هم هغه وؤ چي له دغو فکرونو وروسته مي د خپل ځان او ژوند لپاره مي هدف وټاکه او دامي له ځان سره وویل چي په خپل زیار او د خدای ج په مرسته به هتمن خپل هدف ته ځان ورسوم .

زیار مي وویست ، کوښښ مي وکړ ، په یخ او ګرمۍ کښي مي ډیر هغسي کارونه چي زما په ژوند کښي یې بدلون راویستی وکړه ، په ډیرو ټېټو اقتصادي حالاتو کې مي زده کړي وکړي ، له اشخاصو او وګړو سره مي شناخت وموند .

بلاخره زه هم د راحت ځای ته ورسېدم ، د خوشحالۍ احساس مي وکړ او د نرمۍ مهال ته مي ځان ورساوه .

نن خوشحاله یم ، هوسا یم شکر الحمد الله ښه ژوند او ښه دنده لرم ولي فکري ستړیا مي مله سوې .

نو ددې څخه مالومه ده چي د بریا لاسته راوړل آسان خو ګرانه چاره ده.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *