ژباړه محمداکبر حقمل
کېدای شي وکولای شو «ځان خیالي» په شلمه پېړۍ کې د انسان په استعدادونو کې تر ټولو ستره بریا وبولو. هر کار چې تاسو سر ته رسوئ او یا هر څه، چې تاسو لاس ته راوړئ ستاسو ټول فکرونه، احساسات او رفتارونه د ځان خیالۍ پواسیطه کابو کېږي. ستاسو ځان خیالي مخ اړتیا او د وړتیا مخ زمینه او په هغه کارونو کې، چې ترسره کوئ یې ستاسو لخوا تاثیر اچوونکې ده. ځان خیالي ستاسو د ذهن د کمپیوټر کلیدي پروګرام دی او په حقیقت کې د کمپیوټر د یوه سیستم په څېر کار کوي. ټول هغه څه، چې په بهرنۍ نړۍ کې یې لاسته راوړئ دا ستاسو د ځان خیالۍ پایلې دي. له کومو څیزونو څخه، چې ارواپوهانو پرده لرې کړې ده دا دي، ځان خیالي د تاسو د خپل ځان او ستاسو د ټولې نړۍ په اړه ستاسو د ټولو باورونو، احساساتو، عقیدو، اعتمادونو او… جوړوونکې ده. همدا ده، چې ستاسو کړنې د ځان خیالۍ په له امله کله مثبتې او کله منفي وي. بد فکر د بد ژوند زېږنده ده: د ځان خیالۍ په اړه یوه جالبه موندنه شوې. که چېرې ستاسو ځان خیالي د غلطو باورونو پر بنسټ د خپل ځان او نورې نړۍ په اړه وشي، نو تر هغه وخته، چې په همدې غلطو باورونو چلېږي ستاسو نړۍ به هم غلطه وي او ستاسو رفتار او احساس به هم له همدې غلطو احساساتو سره سم وي. په داسې شرایطو کې به مو د خپل ځان په اړه  باورونه له کچې زیات ذهني وي او په کمې کچې سره به په واقعتونو راڅرخي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *