وختونه کېږي، چې د ستونزو په ګرداب کې ګير يوو، وختونه کېږي، چې موږ يواځې او يواځې د خپلو وينو قلنګ ورکوو، موږ لا تر اوسه پورې پر دې توانېدلي نه يوو،چې ددغه ستونزو له تل څخه راووځو او د خپلې ښې راتلونکې لپاره مخ پر وړاندې ګامونه کېږدو.
تر کومه چې له ډيورنډ فرضي کرښې هغه غاړه ولسونه چې د لوی افغانستان يوه لویه برخه ده، په محکوميت کې ژوند کوي، ملتپال سیاستوال په ځغرده وايي، چې له امو تر اباسینه زموږ خاوره ده، خو په افغانستان کې زموږ نظام په محکوميت کې ژوند کوي،د څو متعصبو او جنګ سالارانو د ګواښونو ځواب ويلی نه شي.
د انتقاد او نيوکې لپاره موږ ډېر ژر يو بل ته ګوتې نېغوو، د نيم وجود نيمه برخه افغانان مو ګلخانان بلل، چې له خپلو حقونو دفاع کولی نه شي او د پنجاب د اسارت ځنځيرونه ماتولی نه شي.
موږ تل د محکومو افغانانو په اوښکو پسې خندلي دي، د پنجابي فوځ تر شکنجو لاندې افغانانو په درد مو ځان شريک نه کړل، موږ يواځې په ځان مغروره وو، کومه مغروري؟
کومه توره؟
کومه مېړانه؟
په خپل کور کې مو ملي هويت ننګول شوی، په خپل کور کې مو څو د وينو تږي جنګ سالاران پر ولس مسلط دي، چې د هر افغان وينې زبېښي، د قوميت په نوم خپلې ګېډې مړوي او د قوميت پر سر يې سوداګرې روانه کړې ده.
د يو څو ستميانو له لوري مو نظام ننګول کېږي او د يوې اونۍ په اوږدو کې يې د منځه وړو ګواښ کوي، موږ يې په خپلو سترګو وينو، چې د افغان د وينو سوداګر بیا زموږ د وينو په سر له سامراجيانو پنډ اخلي او د لوی داعيې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، اوس چې د لوی افغانستان د داعيې چيغې تر بل هر وخت تودې شوې او د لر و بر د يووالي شعارونه ورکول کېږي، خو همدا څو د ګوتو په شمېر قومي جنګي سوداګر بیا زموږ د اتحاد او يووالي د منځه وړو لپاره هلې ځلې کوي، دوی د افغان له يووالي وېرېږي، که افغان متحد ولس سره يو شي،نو بیا خو قومي او جنګي سوداګر د سوبې ميدان بایلي، که الکترونيکي تذکرې واخیستل شي، بیا خو د قانون ماتونې په جرم د نظام نيمایي برخه مجرمه ده، اوس تر بل هر وخت افغان ولس يووالي ته اړتيا لري، د قومونو او خېلونو غږ مو د تباهۍ کندې ته غورځوي، څلور لسیزې چې يو افغان د مختلفو تنظیمونو او افراطي ډلو په ننګه وجنګېدل، نن څو ستميان چوکيو ته رسېدلي دي، که موږ اوس هم هوښيار نه شو او خپل د ملي يوالي غږ پورته نه کړو، نو هيڅ کله به خپل وجود پله پوري کړای نه شو.
د لوی افغانستان په داعيه کې د قوميت او مليت داخلول د سامراجي او ستمي چارواکو هڅه ده، چې کلونه کېږي، ورته پکی وهي او زموږ د يووالي بنسټونه نړوي. د لر او بر وينه شريکه ده، لر او بر د يوه کلتور او فرهنګ درلودونکي دي، لر او بر شريک درد لري، لر او بر د مينې او وينې اړيکه لري، تر څو چې د مليت او قوم په ننګه غږ پورته کوو، ترهغو پورې به له زلالت او رسوايي سره مخ يوو.
د ګوتو په شمېر فاشیستان او قوم پلورونکي په هر قوم او ټبر کې شته، خو په ټوله کې افغان متحد ولس په نره د خپل ملي يووالي لپاره هڅې کړې دي، وژل کېږي، خو ماتېږي نه، موږ د بريا معراج ته رسېدونکي یوو، نه باید د څو قومي ټېکدارانو په نغوته د افغانیت پر ځای د قوميت غږ بدرګه کړو.
افغانيت مو هويت دی او ددې هويت ګټلو لپاره باید همدغه فاشیستان څنډې ته شي، خپلو خلکو او ولس پرې باور بایللی او دوی به ارو مرو د خپل شوم هدف له برخليک سره مخ کېږي. په درنښت
ستاسو ورور
مجيد ژړاند