لیکوال: ډاکټر ASKY
ژ : محمداکبر حقمل معینزی
لومړی: کله، چې نورو یوازې پرېښودلئ، نو پر خپلو پښو مو ټینګ ودرېږئ او په یوازې ځان مو د بریا پر لور ګامونه اوچت کړئ! دویم: کله، چې نورو غوښتل یو کار وغزوي او په ځنډ سره یې ترسره کړي، نو تاسو په یوازې ځان هوډ وکړئ او ځنډ مه خوښوئ! دریم: کله، چې نورو غوښتل خبرې وکړئ، نو تاسو غلي شئ او چوپه خوله یوازې غوږ ونیسئ! څلورم: کله، چې نورو نیوکې کولې، نو تاسو غاړه کېږدئ او نیوکه کوونکی وستایئ! پنځم: کله، چې نورو خپل تندي تریو نیول او په ټنډه کې یې ۱۲ بجې کېدې، نو تاسو مسکا غوره کړئ او مسکي شئ! شپږم: کله مو، چې نورو وخت ضایع کولو او کار ته مو یې ټال یا ځنډ ورکولو، نو تاسو یې په خپله پیل کړئ! اووم: کله، چې نورو لوبه کوله او لوبېدل، نو تاسو خپل پلان جوړ کړئ! اتم: کله، چې نور په خیالونو کې ډوب وو، نو تاسو ځان چمتو کړئ او ځان مو بریا ته ورسوئ! نهم: کله، چې نورو هیلې کولې او هر څه یې د هیلو په واسیطه غوښتل، نو تاسو کار وکړئ او ځان په خپله بریا ته ورسوئ! لسم: کله، چې نورو پیسې لګولې او بې ځایه لګښتونه یې کول، نو تاسو خپلې پیسې وساتئ او ځان ته مو ترې پانګه جوړه کړئ! یوولسم: کله، چې نورو خوب کولو یعنې ویده وو، نو تاسو جګ شئ او مطالعه وکړئ یا یو څه ولولئ!