تاند- د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هامنډ د چهارشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې به د بریتانیايي پوځیانو شمېر لږ شي ځکه چې حکومت غواړي چې له دغه هیواده نور سرتېري وباسي.
له افغانستانه د تېر کال په وروستیو او د سږکال په لومړیو کې یو شمېر بریتانیايي پوځیان ووتل او اوس د دغو ځواکونو شمېر ۷۹۰۰ ته رسېږي حال دا چې تېر کال شاوخوا لس زره و.
د دفاع وزیر فلیپ هامنډ په وینا ټاکل شوې ده چې د سږکال په مني کې به په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو شمېر ۶ زرو ته رالږ شي.
ښاغلي هامنډ همداراز وویل، حکومت په پام کې لري چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول محارب پوځیان وباسي.
د لندن د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې هامنډ په یوه لیکلې خبرپاڼه کې افغانستان ته د عملیاتي ځواکونو د لېږلو په اړه ویلي چې د (هریک ۱۹) عملیاتي ځواک به په اکتوبر کې افغانستان ته ورسېږي. د دغه ځواک نیمايی به ضربه قوا وي. دوی به په هلمند، کندهار او کابل کې ځای پرځای شي.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولي په اکتوبر کې نور ځواکونه افغانستان ته استول کېږي وویل:«دا ځواکونه به هغه لوا وروزي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کې پاتې کېږي.»
د بریتانیا دفاع وزیر وویل:« هماغه راز چې صدراعظم د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې اعلان کړی و په افغانستان کې به د بریتانیايي پوځیانو شمېر له ۷۹۰۰ څخه د سږکال تر پایه ۵۲۰۰ ته رالږ شي. د ځواکونو د ایستلو په لړ کې به د سږکال په مني کې په افغانستان کې شاوخوا ۶ زره بریتانیايي پوځیان پاتې وي.»
ده په عین حال کې وویل چې د ځواکونو شمېر تر ډېره له حالاتو سره تړلی دی. که حالات خرابېدل نو کېدای شي چې د ځواکونو شمېر لا زیات شي او نور ځواکونه دې هیواد ته واستول شي.