تاند – د بریتانیا دفاع وزیر، چې نن /یکشنبه/ له افغان چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه د سلامشورو لپاره کابل ته راغلی و، اسلام اباد ته روان شو.

مایکل فالن وویل چې د ملامحمد عمر د مړینې د خبر اعلانېدو د افغانستان د سولې په بهیر کې ځنډ پېښ کړ خو مهمه دا ده چې دا لړۍ پیل شي. د طالبانو په منځ کې منځلاري کسان شته چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار دي خو پکار ده چې هغوی وهڅول شي.

د بریتانیا دفاع وزیر وویل چې په اسلام اباد کې به پاکستاني چارواکي د سولې له بهیر سره مرستې ته وهڅوي او دا به ورته ووايي چې له ترلاسه شوي فرصته د سولې د بهیر په ګټه کار واخلي.

ده ویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته هیله من دی او دی په خپله سیمې ته د دې لپاره راغلی چې د سولې پیل شوې پروسه تشویق کړي.

ده د افغانستان د یو ورځني سفر په لړ کې د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي، کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره ولیدل.

ښاغلي فالن له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو او امنیتی ګواښونو په اړه خبرې وکړې.

 مایکل فالن هیله ښکاره کړه چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه به د تروریزم په شمول له چلینجونو سره د مقابلې او په خپل منځ کې د اعتماد رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.

مایکل فالن د افغانستنان د سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د فعالیت پر پراختیا اندېښنه ښکاره کړه.

ده په عین حال کې وویل چې د داعش له درکه اندېښنه یوازې په افغانستان پوري نه رالنډېږي بلکې په اندونیزیا، افریقا او منځني ختیځ کې هم د داعش د نفوذ په پراختیا اندېښمن دی.

3 thoughts on “د بریتانیا دفاع وزیر: د سولې د پروسې د هڅولو لپاره سیمې ته راغلی یم”
  1. عالمه راشی تماشی ته
    سپینو جامو کی انگریزان راغلی دینهند
    دتاند محترمو لوستونکو!
    په دی کی دی هیڅ شک نه وی چی انګلیس ابو پ‍اکستان (د بریتانیا حرامی ځوی او زمونږدنوی استعمار,وسیله او داسلام دنابودولو نقطه ده . افغانستان دانگلیس له لاسه دغسی دی .اوس نو دانگریزانو بله دسیسه شروع شوه !ه

  2. The Afghan peace in Hand of UK Mr Ghani please request the UK Minister to help U in Peace at Afghanistan. the UK when order Pakistan ,Taliban,Daish etc stop fight in 48hus will be peace.

  3. دادرواغ دي چه دئ دصلحي دپروسې وسيمي ته راغلئ دي دئ وخپل حرامي ته دجنګ او آفغان کشي نوي طرحي راوړيدي جه په آفغانستان کي ئې عملي کړي
    دجهان دهرې غميزي طراح او ډيزانير همداخللګ وه دي او وي به

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *