تاند- بریتانیا وايي تر درې نیم ملیون پونډه زیات یې افغانانو ته د مرګ ژوبلو د اړولو او د درمندونو د سوځولو په شمول د نورو زیانونو د اوښتو په خاطر د تاوان په توګه ورکړي دي.
د لندن د آی ټي وي(تلویزیون) د راپور له مخې د بریتانیا دفاع وزیر اندریو رابتن پرون / دوشنبه/ وویل چې دا پیسې د ۲۰۰۸ میلادي کال د اپریل د لومړۍ او د ۲۰۱۳ کال د مې د ۳۱ ترمنځ ورکړای شوي دي.
ده د بریتانیا د پارلمان د مسلمانې غړې یاسمین قریشي، چې د کارګر ګوند غړیتوب لري، د لیکلي پوښتنې په ځواب کې وویل چې درې ملیونه پنځه لکه شپږ زره نهه سوه دوه پونډه په ۲۸۳۳ وارونو کې زیانمن شویو افغانانو ته ورکړای شوي دي.
ښاغلي رابتمن وویل:«دا پیسې په هلمند ولایت کې د وژل شویو، ټپي شویو، په ترافیکي پېښو کې د زیانمن شویو کسانو خپلوانو او دغه راز هغو کسانو ته ورکړای شوي چې کورونه یا کروندې یې تاواني شوي دي.»
په هلمند کې یوازې بریتانیايی پوځیان دېره نه دي بلکې امریکايي، ډنمارکي او د یو شمېر نورو هیوادونو پوځیان هم مېشت دي. په داسي حال کې چې بریتانویانو نژدې درې زره پېښې منلي د نورو هیوادونو پوځیانو به څومره بې ګناه خلک ځورولي وي.
مېرمن قریشي
ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې په یاده موده کې د دوی عسکرو څومره بې ګناه افغانان وژلي یا ټپیان کړي دي.
د بریتانیا دفاع وزیر وویل چې څه باندې درې نیم ملیون پونډه یې د ۲۰۰۸ کال له اپریله ورکړي خو تر دې مخکې یې یوازې په هغو مواردو کې تاوان پرې کړی چې مسوولیت د دوی پوځیانو منلی دی.
د ۱۹۸۸ م کال د دسمبر په ۲۱ مه د لیبیا له لوري د بریتانیا د لاکربي په فضا کې په پان امریکن الوتکې کې د چاودنې له امله ۲۴۳ تنه بې ګناه سپرلۍ ووژل شوې. د دې پېښې په نتیجه کې نه یوازې لیبیا په کلونو بندیزونه وزغمل بلکې وژل شویو کسانو ته یې دوه ملیونه او اووه لکه ډالر تاوان ورکړ خو لوېدیځوال لا هم د لیبیا له خوا په ورکړای شوي تاوان راضي نه دي او حتي له اوسني حکومت څخه هم د خپلو وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره د امتیازونو غوښتونکي دي.