د بریتانیا دفاع وزیر

تاند- بریتانیا خبرداری ورکوي چې په عراق او سوریه کې د مات شوي داعش یا اسلامي دولت وسله وال غړي اوس په افغانستان کې ځانونه تنظیموي.

د بریتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن دا خبرداری د دوشنبې په ورځ /سپټمبر ۳/ له سکای نیوز سره په مرکه کې ورکړ.

ده وویل چې په افغانستان کې د داعش غړي حملو ته تیاري نیسي او هغوی د بریتاینا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حملې کولی شي.

ویلیمسن همداراز وویل چې په افغانستان کې د داعش د سختدریځو له لوري بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو ته د حملو خبرداري ورکول کېږي.

ده زیاته کړه «څه چې موږ لیدلي، هغه دا دي چې بریتانیا ته د دغو ډلو له لوري حقیقي خطر پېښ دی – موږ به خامخا اقدامات کوو چې بیا د مانچستر د پېښې په شان پېښه ونه شي.»

د بریتانیا دفاع وزیر همداراز وايي «موږ په افغانستان کې جنګېدونکي سختدریځي تل په ځیر څارلي او د هغوی د اړیکو شواهد مو نه یوازې په بریتانیا بلکې په درسته اروپا کې لیدلي دي.»

د داعش ډله په وروستیو کې د افغانستان په جوزجان کې سخته وځپل شوه خو دا ډله لا هم په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې فعاله ده.

One thought on “د بریتانیا دفاع وزیر وايي، داعش له افغانستانه حملو ته تیاري نیسي”
  1. بريتانيا غواړي په دي څرګندونو سره خپل مشروعيت او دخپلو عسکروپاته کيدل په افغانستان کي مشروع وبلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *