تاند- د بریتانیا دفاع وزیر وايي، دې ته په کتو چې د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي، ممکن بریتانیايي پوځیان بیا مجبوره شي چې دغه هیواد ته لاړ شي.
مایک پینینګ دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان تر خبرو دوې ورځې مخکې وکړې خو رسنیو منعکس نه کړې.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې څو زره نورو امریکايي پوځیانو ته اړتیا ده.
د بریتانیا دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د ولسي جرګې دفاعي کمېټې ته وویل«د افغانستان حالات ترینګلي شوي او احتمالاً نور به هم خراب شي او ممکن موږ مجبوره کړي چې بېرته خپل ځواکونه ورولېږو.»
ښاغلي پینینګ زیاته کړه«موږ د ځواکونو د لېږلو کوم پلان نه دی جوړ کړی، خو حقیقت دا دی چې دا امکان شته چې له موږ څخه د ځواکونو د لېږلو غوښتنه وشي. له ما رسماً داسي څه نه دي غوښتل شوي، خو ممکن راڅخه وغوښتل شي او زه باید کمېټې (د بریتانیا دفاعي کمېټې) ته حقیقت ووایم.»
پینینګ په وروستیو کې افغانستان ته راغلی و او تر بېرته ستنېدو وروسته یې له ايتلافي ځواکونو سره له سلا مشورو څخه دا نتیجه ترلاسه کړې ده.
په همدې حال کې د بریتانیا د دفاع وزارت ویندوی د پوځ تلویزیون ته وویل«په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شمېر د زیاتېدو غوښتنه نه ده شوې خو که هره غوښتنه وشوه غور به پرې وشي.»
د افغانستان دفاع وزارت د جنرال نیکلسن له لوري افغانستان ته د څو زره نورو روزونکو د لېږلو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې افغانستان یوازې روزونکو او سلاکارانو ته اړتیا لري نه جنګي ځواکونو ته.
Dont send armies there, send weapons to Afghan forces, Provide gunship helicopters, provide war planes, and pay good salaries to Afghan forces, then leave it to them and they will clear the terrorists safe heaven in Pakistan. They will eliminate all and clear both countries security.
مخکی مو څه توره وکړه؟
حال داچه پوځیان مو ډیر زیات وه