تاند- د بریتانیا دفاع وزیر وايي، شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغانانو، چې په افغانستان کې یې له بریتانیايی پوځیانو سره کار کاوه، اوس په بریتانیا کې دي.
مایک پینینګ د سې شنبې په ورځ وویل، بریتانیا د افغانستان د شخړې په لړ کې د دغو افغانانو د خدمت پوروړې ده او باید چې له خطر او ګواښه یې ساتلي وای.
د بریتانیا پر حکومت پخوا په افغانستان کې خپلو پخوانیو افغان کارکوونکو او ترجمانانو ته د نه پاملرنې په خاطر انتقادونه شوي وو.
خو د دغه هیواد دفاع وزیر پارلمان ته په یوه لیک کې د خپل وزارت هڅې وستایلې:
«بریتانیا په افغانستان کې د خپلو اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو ملاتړ ته ژمنه ده.
دوی د لا سوکال، خوندي او امن افغانستان لپاره زموږ په هلوځلو کې حیاتي رول ولوباوه.»
ښاغلي پینینګ په خپل لیک کې همداراز ویلي، ۱۳۰ کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ نژدې غړي په تېرو ۱۲ میاشتو کې بریتانیا ته رالېږدول شوي دي.
ده همداراز ویلي چې په مجموع کې۳۵۰ پخواني کارکوونکي دي او که د هغوی د کورنۍ غړي ورسره وشمېرل شي تر ۹۰۰ زیات دي.
د پینینګ په وینا د راتلونکي کال تر پایه به شاوخوا ۱۰۰افغان کارکوونکي بریتانیا ته راوستل شي.