تاند- د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر مارک فیلډ وايي چې د بریتانیا حکومت له نږدې د افغانستان وضعیت څاري او د دې هیواد د جګړې په اړه یې تحلیل دا دی چې طالبان دا جنګ نشي ګټلای. .

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د بریتانيا حکومت د طالبانو او افغان حکومت د سولې پر سیاسي جوړجاړي باور لري او دا د افغانستان د دوامداره ثبات او امنیت لپاره یوازینۍ حللاره بولي.

مارک فیلډ وړاندي وايي، طالبان باید د سولې له اوسني فرصته ګټه واخلي او د افغانستان له منتخب حکومت سره سپينې خبرې اترې پیل کړي.

فیلډ وايي، د بریتانیا حکومت، ناټو او نور متحدین، د افغانستان د حکومت او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته همداسې ژمن پاتې کېږي. دا چاره له جګړو او ترهګریزو ډلو لکه القاعدې او د داعش له خراسان څانګې څخه د افغان وګړیو د خوندیتابه لپاره اړینه او مهمه ده.

فیلډ ټینګار کوي چې د افغانستان ننګه باید د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره وشي چې دا هېواد بیا د نړیوالو ترهګرو په پناه ځای نه اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *