تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون د افغانستان په سفر کې پرون /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د بریتانیايي پوځیانو ماموریت پای رسېدلی دی.
ښاغلي کامرون د هلمند په باسټین کمپ کې وویل چې بریتانیايي پوځیان ممکن له افغانستانه سرلوړي ووځي ځکه چې دوی په دې هیواد کې د امنیت د راوستلو هدف ترلاسه کړ او دا یې یقیني کړه چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي.
ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې راتلونکی کال د ماموریت له بشپړېدو سره سم به بریتانیايي پوځیان ووځي او کنه، وویل:«هو، فکر کوم دوی به خپل هیواد ته په لوړسر راشي.»
د کامرون دا څرګندونې په خپل هیواد کې د اپوزیسیون له لوري سمدستي وغندل شوې او د عراق د جګړې په پیل د جورج ډبلیو بوش خبرو ته ورته وبلل شوې چې په نتیجه کې یې پام عراق ته واوښت او په افغانستان کې جنګ زور واخیست.
د بریتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي پال فلین، چې په افغانستان کې د بریتانیا د عملیاتو مخالف دی، په ټویټر کې لیکلي:«د افغانستان ماموریت بشپړ شو، ۴۲۶ بریتانیايي پوځیان ووژل شول، ۲۰۰۰ سخت ژوبل شول، بې شمېره افغانان هم ووژل شول، ۴۰ ملیارد پونډه ولګول شول.»
ده دغو واقعیتونو ته په اشارې پوښتنه کړې چې ایا له دې ټولو سره سره د بریتانیا وسله وال ځواک په افغانستان کې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي، او ایا په افغانستان کې حالات سم دي؟
دی وايي چې صدراعظم کامرون په خپله منلې چې حالات سم نه دي. خو ایا د ترهګرو خطر په افغانستان کې له منځه تللی دی؟
دبرطانيادصدراعظم څرګندوني.په فارسيکی يومتل دي وائئ ه(لاف نزنم شاف نزم بميرم چکنم)لندن اوامريکاته بيله باټواودرواغ بل څه پاتي ندي انګريزان هيڅ وخت درې مهم جنګونه چه په افغانستان کئئ بايلول اوفاحش ماته ئئ وخوړه هيڅوخت نه هيره وی دوی دامريکايانواستادان دي اويودبل څه ئئ زده کوي چه دنيا ته څه ووائئ ليکن ټوله د دوي په شکست پوه دي داخبري اوسفرونه مازي يوه ډرا مه ده.
که له امریکا نه سړی بېخي تېر شي، برتانیا دې دا سپینه کړي چې دوی ولې خپل هغه بچي ته څه نه وایي چې په ۱۹۴۷ کال کې زمونږ د کلا شاته وزېږید او دوی د حراموني په څېر پرېښود او ترې لاړل. اوس هغه حرامونی لوی شوی دی او سیمه یې د ترهګرو په روزلو او صادرولو سره په سره تنور باندې بدله کړې ده چې نه ترې هندوستان په ارام دی او نه افغانستان. پوښتنه دا ده چې دوی ولې هغه حرامي ته څه نه وایي چې په افغانستان کې هم خپلې پیسې ضایع کوي او هم خپل خلک؟
Gandereya worora manam dee
ګنډیرۍ اولوستونکوته په سلاموادب سره۰باورلرم څې منطقي تحلیل اود نښې منځ دې وویشت۰بدخواه دې ړانده غواړم۰