تاند- د بریتانیا د پوځ دوو پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړ، سره له دې چې صدراعظم ډیوید کامرون په وروستیو کې اعلان وکړ چې د افغانستان ماموریت یې بشپړ شوی، خو کېدای شي د افغانستان د جنوب ځیني سیمې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د بریتانیا د خاصو هوايي ځواکونو پخواني قومندان ریچارد ویلیمز پرون ټایمز ورځپاڼې وویل، په هلمند ولایت کې مخکې تر مخکې د طالبانو، افغان پوځیانو او سیاستوالو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو شواهد رابرسېره شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ویلیمز ټایمز ورځپاڼې ته همداراز وویل:«ډېر به حیران شم چې که د هلمند راتلونکی والي له هغو کسانو سره ډېر نژدې نه وي چې موږ یې طالبان بولو.»

ده دا هم وویل:«موږ به ناوړه حالت وروګرځو، او خلک به وايي چې موږ ماتې وکړه. زموږ نژدې پنځه سوه پوځیان ووژل شول، اکثره یې په هلمند کې وژل شوي، د دې ټولو په پای کې موږ هلمند بېرته د طالبانو خواخوږي والي ته وسپاره.»

کامرون تېره میاشت هلمند ته د سفر په ترڅ کې بریتانیايي پوځیانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت یې بشپړ شوی دی. د ده پر څرګندونو سخت اعتراضونه وشول.

بریتانیا چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ سرتېري لرل، حاضردمه یې پنځه زره دوه سوه سرتېري پاتې دي او په پام کې لري چې د سږ کال په پای کې ټول محارب سرتېري وباسي.

ډیویډ ریچارډز، چې تر تېر کال پوري د بریتانیا د پوځ لوی درستیز و، په دې کې شک لري چې افغان امنیتي ځواکونه دې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته حالات کنټرول کړای شي.

دی وايي چې د مخالفانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا به ژر کمزورې شي.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې د اعتماد کمېدا به د دغه هیواد پر اقتصاد ویجاړوونکې اغېزې وشیندي او په دې توګه به د سخت دریځو زیاتېدو ته لاره اواره شي.

افغان چارواکي د لوېدیځوالو له لوري د دا ډول څرګندونو هدف له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان پر حکومت فشار اچول بولي.

د بریتانیا لوی درستیز “سر پيټر وال” د جمعې په ورځ له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل؛ طالبان به هڅه و کړي، هغه سیمې بېرته ونیسي چې دوی ورڅخه وځي.

ده زیاته کړه، د هلمند د موسی کلا په شان سیمې چې په وینا یې بریتانوي ځواکونو د هغې د تصفیې لپاره جګړه کړې او تلفات یې ورکړي، د طالبانو لپاره سمبولیک اهمیت لري.

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ چې؛ د افغانستان جګړه به ډیر کلونه نورهم دوام و کړي؛ مګر دا چې د طالبانو نسبتاً منځلاري یا معتدل عناصر سیاسي بهیر ته تیار شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د بریتانیا  د لوی درستیز خبرداری رد کړ، ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هغه سیمې وساتلی شي چې مخکې یې له وسله والو مخالفانو نیولي دي.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي د بریتانیا د لوی درستیز څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله:

دا د هغوی شخصي نظر دی، کله نا کله ځینې جنرالان دا ډول خبري کوي. ښایي ژور لید لوری ونه لري. خو غواړم خپلو خلکو ته ډاډ ورکړم چې په ۲۰۱۴ کال به له ډیرو وړتیاوو او ظرفیتونو سره میدان ته شو. خلک باید هېڅ شک ونه لري چې ملي اردو د ګواښونو د له منځه وړلو، د سیمو د ساتلو او د هر ډول تحرک د ځپلو وړتیا لري.”

نوموړي دغه راز وویل، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له همکارۍ پرته په افغانستان کې د اته نوي فیصده جنګي عملیاتو رهبري په غاړه درلوده.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته په وینا کې د دغه بریتانوي چارواکي خبرې رد کړې، ویې ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او وسله وال مخالفان له افغان امنیتي ځواکونو څخه د کومې سیمې د نیولو توان نه لري.

پرون د افغانستان د مالیې وزارت ویلي و چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت په اړه منفي تبلیغاتو سر له اوسه د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېزې کړي دي.

د مالیې د وزارت د ویندوی په وینا دا تبلیغات سبب شوي چې پانګوونکي په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

4 thoughts on “د بریتانیا د پوځ دوه پخواني چارواکي وايي، طالبان به بېرته ځینې سیمې لاندې کړي”
  1. د تره زامنو ری مه وهئ، طالب ته مو څه شی پریښي نه دي، ، هلمند مو له یورانیمو تش کړ او اوس په ریښتیا هل لند شو. تاسو ترې ډک جیبونه ځئ پاتې شو عاصي او دوزخ.

  2. سلمآ جانی تاته به په شخصی ډول څه نه لیکم، خودومره درته وایم چه دغه تبصره به دي داسی لیکلی وای

    که دافغانستان څخه ځینی متعصبه مهاجر وایستل شی نو افغانستان ته به په ریښتنی ډول سوله راشی

    ژوندی دی وی افغانان اوافغانستان
    مړه دی وی خرڅ شوی افغانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *