تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون یوه ورځ وروسته له دې چې افغانستان او نایجریا د نړۍ تر ټولو فاسد هیوادونه وبلل، دا داواړه هیوادونه له فساد سره د مبارزې په خاطر وستایل.

ده دا خبره د بریتانیا د پارلمان د عوامو جرګې د غړي فلیپ داویس د پوښتنې په ځواب کې وکړه. ښاغلي داویس له ده څخه پوښتنه وکړه چې ولي مرستې هغو هیوادونو ته ورکول کېږي چې تر ټولو په فساد ککړ ګڼل کېږي.

ښاغلي کامرون وویل چې د دواړو هیوادونو افغانستان او نایجریا مشران د فاسد سیستم پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د بریتانیا صدراعظم په عین حال کې وویل چې په باور یې دا به سیمه نه وي چې له داسي هیوادونو سره مرستې ودروي ځکه چې د مرستو درېدا د هغوی ستونزې لا زیاتوي.

ډیوید کامرون د سې شنبې په ورځ /مې ۱۰/ د بریتانیا ملکې ته په بکینګهم ماڼۍ کې ویلي و چې د پنجشنبې په ورځ (نن) د فساد ضد نړیوال کنفرانس ته د نړۍ تر ټولو فاسد هیوادونه؛ افغانستان او نایجریا هم رابلل شوي دي.

د نایجریا د ولسمشر یوه ویاند د کامرون خبره د نایجریا د حکومت لپاره د خجالت وړ وبلله.

خو ولسمشر یې وویل چې بریتانیا دې لومړی هغه پیسې وروسپاري چې د دغه هیواد تښتېدلیو فاسدو چارواکو لندن ته وړي دي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دواخان مینه پال بیا وویل چې افغانستان د فساد پرضد مهم ګامونه اخیستي او له کامرون حخه یې د داسي لحن توقع نه لرله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *