تاند- د بریتانیا د پوځ لوی درستیز د دوشنبې په ورځ وویل، که افغانستان بیا د تروریستو ډلو په ځالې بدل شو، بریتانیایي پوځیان ممکن بېرته افغانستان ته لاړ شي.

د بریتانیا لوی درستیز جنرال سر پیټر وال وویل، ډاډه دی چې د سږکال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د ساتنې توان لري.

ده په عین حال کې وویل، که وضعیت بدل شي او طالبانو سیمې لاندې کړي، ممکن افغانستان ته د بریتانیايي پوځیانو بېرته ستنېدو ته اړتیا شي.

جنرال پیټر وال له ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړه:«دا حیاتي ده چې افغان امنیتي ځواکونه افغانستان ته د القاعده شبکې د خطر د بېرته ورګرځېدو مقابله وکړي. که یاغي طالبان او القاعده بیا وتوانېده چې پناهځایونه ومومي، موږ باید په دې غور وکړو چې ایا زموږ نورو هڅو ته اړتیا شته او که نشته. خو د اوس وخت لپاره دا د افغانانو او د افغانستان د مشرانو کار دی.»

د بریتانیا د دفاع وزارت ویندوی فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې دا هیواد حاضردمه په افغانستان کې ۴۱۰۰ سرتېري لري. د دوی په منځ کې به ځیني له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.

لوی درستیز وال وویل، افغان امنیتي ځواکونه پر طالبانو لاسبري دي، د دوو انتخاباتو بشپړ امنیت یې وساته او ثابته یې کړه چې یاغیانو د عمل ابتکار له لاسه ورکړی دی.

نهه پنځوس کلن پیټر وال وویل:«د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو جنګي قوت د افغانستان د خلکو له اعتماد سره یوځای د طالبانو حملې له ماتې سره مخامخ کړي دي خو لا نه شو ویلی چې طالبانو بشپړه ماتې کړې ده.»

ده زیاته کړه:«په ځینو زیاتو محافظه کارو سیمو کې، چې موږ هلته د ټولنیز بدلون په راوستلو کې ګټه نه لرله، باید زیات کار وشي.»

د ۲۰۰۱ میلادي کال له سپټمبر څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۴۵۳ بریتانیايي پوځیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *