تاند- د بریتانیا په بریسټول ښار کې د نوري فایبر په وسیله د نړۍ تر ټولو چټک انترنیتي خدمات پیل شول.

د (BNET duct fibre (FTTP)) د نوري فایبر شبکې له لارې د بریسټول ښار اوسېدونکي په ثانیه کې د یو ګیګابایټ انترنیت خاوندان شول.

په بریسټول کې دا ځانګړی نوري فایبر، چې د یو ګیګابایټي انترنیټ لپاره غځول شوې، حاضردمه ۸۰ کیلومتره اوږده ده او اصلي خاوند یې (Rediffusion) کېبلي تلویزیون دی.

دا کیبلي تلویزیون له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د خورا چټک انترنیت په لټه کې و او بالاخره یې د بریسټول له ښاروالۍ او دوو نورو کمپنیو (ITS Technology Group) او (Net Support) سره موافقه لاسلیک او د چټک انترنیټ توزیع پیل کړه.

حاضردمه د انترنیټ بیه د میاشتې ۳۵۰ پونډه ټاکل شوې او کمپنۍ ورڅخه استفاده کوي خو تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې یې بیه ټیټه شي.

بریسټول ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *