تاند- نن /چهارشنبه/ لندن ته په دې تلونکې لویه لار ۴ پناه غوښتونکي افغانان هغه مهال ونیول شول چې له یوه ټریلره یې ټوپ ووهل.

له لندنه شاوخوا پنځوس کیلومتره لېري د (سري) د سیمې پولیسو وویل، څلور واړه نیول شوي کسان، له عمره د شلو کلونو شاوخوا ښکاري او درست د افغانستان اتباع دي.

هغه لارۍ چې دوی پکې سپاره ول، پولیسو ونه پېژندلی شوای ځکه مخکې تر دې چې پولیس ځای ته ورشي لارۍ تللې وه.

له لارۍ څخه د دغو څلورو افغانانو له ټوپ وهلو وروسته سیمې ته هیلي کوپتر هم واستول شوه.

ویل کېږي چې پولیسو ته چا د ټېلفون له لارې خبر ورکړ چې په لویه لار کې له موټره څلور تنو ټوپ وهلی دي.

بریتانیا ته اکثره افغانان له نورو اروپايي هیوادونو په تېره بیا فرانسې څخه په لویو لاریو کې په قاچاقي ډول ځي.

سږ کال تراوسه پوري تر ۷ لکه زیات پناه غوښتونکي، چې اکثره د سوریې، افغانستان او افریقا اوسېدونکي دي، اروپا ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *