تاند- یو ۷ کلن افغان هلک وروسته له دې له تربت کېدو وژغورل شو چې له لارۍ څخه یې په استولي ایس ایم ایس کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ماشوم له ۱۵ نورو پناه غوښتونکو سره د بریتانیا د M1 په لویه لار په یوه لارۍ کې وموندل شو.
ماشوم، چې بریتانیا ته تر روانېدو مخکې د فرانسې د کالې په جنګل کمپ کې اوسېده، د پناه غوښتونکو د یوې مرستندویې موسسې غړې ته پیغام ولېږه او ورته ویې ویل چې په لارۍ کې دی او ساه یې تربت کېږي، ځکه چې پوره اکسیجن نه ورسېږي.
د مرستندویې ټولنې غړې، د پیغام د ترلاسه کولو په وخت په نیویارک کې وه، خو په بریتانیا کې یې خپلې همکارې تانیا فریدمن ته خبر ورکړ او د ماشوم پیغام یې ورفارورد کړ.
فریدمن وايي:«د غرمې وخت و چې یو پیغام یې ترلاسه کړ چې پکې ویل شوي و:«په لارۍ کې یم، نه درېږي خو اکسیجن په کمېدو دي، مرسته .»
فریدمن وايي چې د کینټ ښار پولیسو ته یې خبر ورکړ. پولیسو د ترجمان په مرسته له هلک سره خبرې وکړې او د لارۍ څرک په لیسیسترشایر کې ولګېد.
فریدمن همداراز وویل:«پولیسو د لارۍ شاتنۍ برخه خلاصه کړه او ټول کسان یې ورڅخه وایستل.»
د لیسیسترشایر پولیس وايي چې دوی ته د (لیسیسترفراست ایست) یوې همکارې ادارې د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین له ۳ بجو لږ وروسته خبر ورکړ. ۱۴ تنه یې بریتانیا ته د قاچاقي ورتګ په شک ونیول، او یو تن یې په دې تور نیولی چې په غیرقانوني ډول یې بریتانیا ته د ۱۴ تنو په راوستلو کې مرسته کړې ده.
د پولیسو ویندوی وايي چې دوسیه یې د مهاجرت ادارې ته سپارلې او د ماشوم د ساتنې لپاره یې اقدامات کړي دي.