تاند- یوه پوځي څېړونکي پرون وویل، طالبان د خیال په دنیا کې اوسي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته خپلو هدفونو ته د دوی د رسېدو چانس خورا لږ دی.
د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتیوت د مځکنیو وسلو جګپوړي غړي ډګرمن بین بري وویل، افغان امنیتي ځواکونه بلوا ضد هلې ځلې کاملاً په کنټرول کې لري.
ده په عین حال کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امنیت په بریالیتوب وساتي خو ګرانه ده چې اټکل وشي چې واک به په سوله ییز ډول انتقال شي.
بري وویل، په ۲۰۱۳ کې د طالبانو پوځي حملې ناکامې شوې، په کابل کې د دوی حملو که څه هم سیاسي اغېز درلود خو له امنیتي پلوه بې اغېزې وې.
ده په لندن کې د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت په مرکز کې فرانس پریس خبري اژانس ته همداراز وویل:«څه چې اوس موږ وینو دا دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د بلو ضد عملیات په بشپړ ډول په کنټرول کې لري او افغانستان ساتي. »
ده د دغه انستیتیوت د اصلي کالني راپور له خپرولو وروسته وویل، افغان امنیتي ځواکونو هغه سیمې ښه وساتلی شوې چې ناټو پوځیانو له وسله والو طالبانو څخه نیولې وې.
ډګرمن بري اټکل وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ به، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړېږي، د افغانستان حالات غالباً داسي وي لکه نن سبا چې دي.
ډګرمن بري، چې په بوسنیا کې د ناټو پوځیانو قومندان و، وویل، ناټو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له لوري د امنیتي موافقې پر نه لاسلیکولو ډېره اندېښمنه ده.
ده د امنیتي موافقې نه لاسلیکېدا په اوږدمهال کې د افغانستان امنیت او ثبات ته خطرناکه ده.