نېټه: /۴ /۱۳۹۴
د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
له نن پوره ۸ ورځې وړاندې دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي ددې ولایت رئیسانو او اداري مسؤلینو سره په جوړه شوې ادارې غونډه کې ژمنه وکړه چې داتل برید مل عیسی خان لغماني په نوم به ددې ولایت په زړه کې یو څلور لاري نوموي او دهستوګني لپاره به ورته یونمره ځمکه ورکوي، دژمنې سره سم نن داتل بریدمل عیسی خان لغماني کورنۍ ته ددې ولایت په مرکز سطان غازې بابا ښارکوټي کې دیوې نمرې ځمکې اسناد د والي ښاغلي نعیمي لخوا رسماً په واک کې ورکړل شول.
دیادونې وړده چې عیسی خان لغماني دهېواد او خلکو ددښمنانو لخوا دملت پر کور (ملي شورا) دترسره شوي برید په شنډولو او دبرید ګروپه له منځه وړولو کې مهم رول لوبولی ؤ او په یوازې سر يې شپږتنه بریدګر مخکې له دې چې خپلې شومې موخې ته ورسیږي له منځه یوړل.
دملي اردو ددې اتل سر باز فدا کارۍ او اتلولۍ چې دملت د کور ساتنې په برخه کې يې وکړه ېه هېواد دننه او له هېواد دباندې خلک ګوته په غاښ کړل او نړۍ ته يې وښوده چې افغان ملي اردو ځواکونه دخپلې خاورې او ملت ساتنې پوره وړتیا لري.
اتل بریدمل عیسی خان لغمانی چې ددښمن ددې پلان شوي مرګونې برید دناکامۍ لامل شو،دهېواد له ولسمشر،لومړي مرستیال،لوړو پوړو دولتي چارواکو،دملي شورا له غړو اونورو پر وطن مینو هېواد والو لخوا په ګڼ شمېر نقدي جوایزو ونازول شو.
دلغمان والي نن ورځ په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې یو ځل بیا دبریدمل عیسی خان لغماني فدا کاري ،شجاعت او میړانه وستایله او یاده يې کړه چې نوموړي په ډیر کم وخت کې دهېواد او خاوري ددښمنانو شوم او مذبوهانه عمل ناکام او عاملین يې دخپلواعمالو په سزا ورسول،له ولسونومې توقع ده چې دخپلو اتلو ملي ځواکونو څخه ټېنګ ملاتړ وکړي او هغوی ته چې زموږ دنظام او خلکو پرمختګ نه شي زغملی غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
عیسی خان لغماني یو واقعي قهرمان دی. له والي صاحبه مننه. ده د مرګ قاصدان دوزخ ته واستول. افرین پر عیسی خان لغماني.