خبریال: میرویس جلالزی – د بریټانیا دفاع وزارت وايي چې تیر کال یې تر جګړو ډير د انتحار له امله د سرتیرو د مړینې شمیره لوړه وه.
انډیپینډینټ ورځپاڼي د د فاع وزارت د شمیرو له مخي لیکلي چې په ۲۰۱۲ کال کې د دغه هیواد ۷ سرتیرو ځانوژنه کړې وه، په داسي حال کې چې اوس دغه کچه ۱۴ ته پورته شوې ده .
دا په داسي حال کې ده چې د بریټانیا حکومت د خپلو پخوانیو سرتیرو او رضا کارانو د ځانوژنې په اړه څه نه دي ویلي خو یوه بریټانیايي څیړندویه اداره په خپلو تحقیقاتو کې دې پایلې ته رسېدلې چې په ۲۰۱۲ کال کې ۲۱ سرتیرو او ۲۹ پوځي رضاکارانو ځانوژنه کړې وه.
د بریټانیا د دولت د شمیرو له مخي په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې د بریتانیايي سرتیرو د ماموریت پر مهال ۴۰ سرتیري وژل شوي ول، په داسي حال کې چې په همدې کال د پوځ او پوځي قراردادیانو د ځانوژني شمیرټولتال ۵۰ ته رسیده.
څیړنو موندلي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال یو ټپیانو شمیر بریټانیانو خپل وطن ته له ستنیدو وروسته د رواني فشارونو له کبله ځانوژنه کړې ده.
له دغې ډلي یو هم د ډن کولینس په نامه پوځي افسر و چې په ۲۰۰۹ کال یې په هلمند کې په ګاډي چاودنه وشوه او د ۲۰۱۱ کال د لومړۍ ورځې د جشن پر مهال یې د روحي او فکري ستونزو له کبله ځان وواژه.
د هغه مور دیانا ویلي چې د زوی نوم یي باید د دوهمې نړ یوالې جګړې د قربانیانو په نوملړ کې ولیکل شي ځکه هغه هم د جګړې قرباني دی.
د بریټانیا د دفاع وزارت یوه ویاند د پوځ په لیکو کې د ځانوژنو شمیره لوړه او د اندیښني وړ بللي ده.
هغه ویلي چې دفاع وزارت هڅه کوي د سرتیرو د ژوندانه د لا ښه کولو او هغوی ته له جګړې څخه تر رارستنیدو وروسته داسي پروګرام پیل کړي چې فکري اختلالات يي نورمال حالت ته را وګرځوي.
ګرانو لوستونکوداحالت به نه يوازی دانګريزانو په نظامیانو کی وده وکړی بلکه ټول هغه دناټونظاميان چی دنړی په مختلفو هيوادونو کی يي دعادی خلکو پر ژوند لوبی کړی ,دسختو روحی نارغيو سره مخ شی،البته په دی ډله کی دهغوی هغه ترجمنان هم شامل دی چی دوی هغه غيری انسانی کړنی اوظلم په سترګو ليدلی .
خون نا حق دست از دامن قاتل برنداشت««»» دیده باشید لکه های دامن قصاب را