څنګه کولای شو خپل بریښنالیک خوندی کړو :
لکه څرنګه چی ګورو د انټرنیټ په خیالی نړی کی هره و رځ ۶ میلیا رده بریښنالیکونه تبادله کیږی ، خلک یی د تجارت ، لرزده کړی ، روغتیا ، زراعت ، او د ژوند په نو رو چا رو کی د معلوماتو د راکړی و رکړی لپا ره په کا ر وړی ، ولی ډیر بریښنالیکونه په انټر نیټی قوانینو نه دی جوړ شوی، همدا لامل ده چی هغه بریښنالیکونه چی په انټرنیټی قوانینو نه وی جوړ شوی د انټرنیټي غلو تر بر ید و لاند ی را ځی .
د دې لپاره چی بریښنالیکونه مو د انټرنیټی غلو تر برید و لاند ی رانشی نو لاندی اړینو لار ښونو ته ځیر شی :
- د یو اداری له رسمی بریښنالیک نه په شخصی چاروکی ګټه مه اخلی، که غواړی چی د شخصی چا رو لپآره کوم ملګری ته بریښنالیک واستوی ښه ده چی د Yahoo, Gmail , Hotmail له بریښنالیکونو نه ګټه واخلی .
- د ا ړتیا په مهال له BCC (Blind Carbon Copy ) نه ګټه واخلی
که وغواړی چی څو کسانو ته بریښنالیکونه واستوی ، چی یو بل سره ونه پیژنی ښه لاره یی داده چی له BCC نه ګټه واخلی ، له دی لاری به وکولای شی چی د Spam لیږونکو مخه ونیسی .
- په ګروپې ډ ول بریښنالیک مه Forward کوی
ځینی مهال کیداشی داسی بریښنالیک ستاسو Account ته راشی چی د غه بریښنالیک ۱۰ کسانو ته ولیږی کیداشی د خوښی زیری تر لاسه کړی، کو ښښ و کړی چی د ا ډ ول بریښنالیک چاته Forward نه کړی .
- خپلو ملګرو ته Spam مه جوړیږی ، Spam د نه غوښتونکی بریښنالیک په نوم یادیږی چی په تبلغاتی بڼه ستاسو په Account کی راڅرګند یږی ، د دی لپاره چی د Spam له شرنه خلا ص شی ، خپل میل سر ور (Exchange Server) مو په یو خوندی ځای کی ځای پر ځای کړی او په میل سرور (Exchange Server) باندی د Spam پیژند لو Software انسټال کړی ، که مو بریښنالیک تر لاسه کړ، او ډاډ من شوی چی Spam ده لومړی باید دا ډول بریښنالیک خلا ص نه کړی او که مو خلا ص کړه کو ښښ وکړی ځواب مه ورکوی ، او یایی له منځ نه یوسی ، کله چی ستاسو میل سرور په سم ډول کا رونه کړی نو په لسګونو بریښنالیکو نه ستاسو له پتی نورو ملګرو ته ځی.
- د بریښنالیک د پرانستلو په مهال لومړی ډاډ من شی چی بریښنالیک د چا له لوری راغلی بیا یی راخلاص کړی .
- له هغو بریښنالیک سره چی مل یا (Attachment ) فایلونه وی هغه مهال یی خپلو کمپیوټرونو ته کته (Download ) کړی چی رالیږونکی یی په کامل ډول وپيژنی .نوموړی فایلونه له پرانیستلو نه وړاندی په انتی وایروس باندی سکن کړی او یاد بر ښنالیک له رالیږونکی سره اړتیا په صورت کی ټیلفونی اړیکه ونیسی .
- (Sniper Spy) جا سوسی سافټ ویر څخه په کمپيوټر کی له انسټا لولو نه مخنیوی وکړی
دغه د جاسوسی سافټ ویر کولای شی ستاسو له کمپيوټر نه ټول هغه پټ معلومات چی تاسو یی په کمپیوټرکی کاروی هغو انټرنیټی غلو ته ولیږی چی د ستاسو په کمپيوټر یی سافټ ویر انسټال کړی ، د ا د جاسوسی سافټ ویر کولای شی ستاسو په انټرنیټی شبکو کی د سرور ونو ، او بريښنالیکونو شفر (Password ) انټرنیټی غلو ته هم په لاس ورکړی ، د ا ډول سافټویرونه د انټر نیټی غلو له لوری د شبکو کارکونکو ته د بریښنالیک له لوری لیږل کیږی .
- د بریښنالیک په متن کی دانټرنیټی صفحی لینکونه مه خلاصوی ، که اړتیا مو وه چی دغه لینکونه راخلاص کړی له نوی Internet Browser Page نه کار واخلی .
- د خپل بریښنالیک پته هر انټرنیټی فورمی (Form) ته مه ورکوی ، ډیری هغه انټرنیټی پاڼی چی دفورمو د ډ کولو په مهال ستاسو نه د بریښنالیک پته غواړی د پوره امنیت د رلودونکی نه دی ، د انټرنیټی فورمو د ډ کولو لپاره له موقتی بریښنالیک پتی نه ګته واخلی .
- د بریښنالیک د جوړولو په مهال له سا ده شفر (Password) نه ګټه مه اخلی
څیړنی څرګند وی چی د انټر نیټ په نړی کی په میلونو نو د انټرنیټ کارونکی له یو ډول شفر (abc123,password,) نه ګټه اخلی ، د بریښنالیک شفر یا (Password) لپا ره د ا ډول ساده کلیمو کا رونه د بریښنالیک کا رونکی له جد ی ستونزو سره مخ کوی ، او انټرنیټی هکران په اسانی سره کولای شی ستاسو شفر (Password ) و پیژنی ، او ستاسو پټ معلومات ستاسو له بریښنالیک نه غلا کړی ، لوی ستونزی هغه مهال رامنځ ته کیږی، چی د ا ډول ساده شفر Password د بانکی Accounts یا حسابی کا رتونو لپاره وکا رول شی .
Dear Ustad Agha,
Thank you for this great info you are generating for updating us.
Thank you.