کابل، د اګست ۲۷مه ۲۰۱۳
د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د ریاست لخوا د بریښناییزو پیسو د ادا کولو جواز د اتصالات مخابراتي شرکت ته ورکړل شو.
د بریښناییزو پیسو جواز د موبایل له لارې د پیسو اداکوونکو شرکتونو او د موبایل له لارې ورته نور پولي خدمتونه په افغانستان کې وړاندې کوي.
د موبایل له لارې د پیسو مالي خدمتونه پیریدونکو ته دا زمینه برابروي، چې د خپل موبایل بریښناییزې کڅوړې څخه د ملی او نړیوالي پیسو استولو، د بریښنا بیل ادا کولو، د پیر او پلور د پیسو ادا کولو، د کوچني پور د ادا کولو، د کریډیټ کارت د پیرودلو او د پیسو اخیستلو لپاره ګټه پورته کړي. د افغانستان بانک د USAID د فایده دفتر سره په ګډه همکاري د بریښناییزو پیسو د ادا کولو په جواز کې عمده اصلاحات راوړل.
دا عمده اصلاحات عبارت دي د پیریدونکو ثبت او پیژندګلوي، د پیسو د مینځلو او تروریزم مالی ملاتړ احکام، د مشکوکو راکړو ورکړو کلک مقررات او همدارنګه د شفافیت د پیاوړتیا لپاره تدابیر او د موبایل له لارې دپیسو ادا کوونکو شرکتونو او د هغوی د څانګو او هټیو ترمینځ حسابدهي. دا اصلاحات د افغانستان بانک د عالی شورا لخوا د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت منظور او تایید او د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میاشت کې اجرا شول.
د اتصالات مخابراتي شرکت په افغانستان کې د موبایل له لارې د پیسو ادا کولو ستر شرکت دی، چې د ام حواله سوداګریز نوم له لارې د موبایل له لاري پولي خدمتونه وړاندې کوي.
د اتصالات مخابراتي شرکت دا پروژه په ازمایښتي ډول په کابل کې ترسره کوي. دا پروژه د افغانستان بریښنا شرکت او پښتني بانک په ګډه همکاري اجرا کیږي، چې تر یو لک کورونو پورې اوس پدې خدمتونو کې ځانونه ثبت او راجستر کړیدي.
د اتصالات مخابراتي شرکت د ام حواله څو غرفي، ۵ څانګې او تر ۶۰۰ ډیر دوکانونه په کابل کې په دنده ګمارلي دي، چې د موبایل له لارې د پیسو ادا کولو پیریدونکي ثبت، راجسټر او د بريښنا بیل ادا کړي.
د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د یونایټډ بانک سره په ګډه همکارۍ د بانکي حسابونو څخه د ام حواله موبایل کڅوړي د متصل کیدو لپاره فعالیت کوي. دا خدمتونه د دولت ټولو کارکوونکو او په ځانګړي توګه د ښوونځیو ښوونکو ته زمیننه برابروي چې له خپل بانکي حساب څخه خپل موبایل حساب ته پیسې واستوي.
له دې خدمتونو سره ښوونکي کولای شي، چې د اتصالات نږدې جواز لرونکې څانګې څخه خپل معاش ترلاسه کړي.
د بریښناییزو پیسو د ادا کولو له دې جواز سره د اتصالات مخابراتي شرکت کولای شي، چې دهیواد په هر ګوټ کې د موبایل له لارې د پیسو ادا کولو خدمتونو ته پراختیا ورکړي، ترڅو د موبایل له لارې بیلابیل مالي خدمتونه وړاندې کړي، دا خدمتونو ددې لامل کیږي هغه افغانان چې بانک ته لاسرسی نه لري مالي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي اود دوی په ټولو راکړو ورکړو به د دوي د هوسایني لامل شي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.