زموږ د لویې پکتیا خلک یوه مشهوره خبره لري چې وایی : دپلانکي خونه هسې هم خوسا وه خوچې باران ووهله نوډډوزې یی اسمان ته وختې ،، که وګورو په موږ تاسو باندې هم هماغه کانه شویده دایران لخوا دحفیظ منصور ، لطیف پدرام ، احمدبهزاد ، عطانور ، سلجوقي او یو شمیر نورو مزدوروتالي څټوپه مرسته دملي هویت ترسوال لاندې راوستل اودافغان له نوم څخه انکاراودملي مصطلاحاتوبدلولوپه هیوادکې یوه بل لوي ناورین ته ډنډوره وغږوله دطلوع اوځینونورو فتنه ګرورسنیوبازارپرې ګرم شواوڅومره چې یی کولائ شول خپل ایراني اویهودباداران یی پرې خوشحاله کړل قانون په لانجوپارلمان پاس کړاو دکرزي نه توشیح وځنډاوه ، خوزه تاسوته حیران یم ائ احساساتي ولسه نه موپه ماشومتوب نه په ځوانۍ او نه هم په زړښت کې له تودواوبیځایه احساساتووغورځیدئ اول خرابي کوئ اوورسته ورباندې فکر،، آیا تاسوکله هم لومړی فکر او بیا کار کړیدی ؟ لږخپل ماغزه خلاص کړئ دي ټکي ته متوجه شئ چې آیا له ۱۳۵۷ ه ل کال څخه ترمخه موږافغانان نه ووچې په تذکروکې راته نه لیکل کیدل ؟ اویاموپخپل اسلامیت شک درلود ؟ زما اوستا پدې نووبریښنایی پیژندپاڼوکې په لوي عنوان دافغانستان اسلامي جمهوریت لیکل شویدی چې دواړه ستونزي پکې حل شویدي ، خوله بده مرغه دافغان ویستنې پروژه دبل په اشاره پلې شویده دښمنانوهمداسې غوښتل ، ایران خپله پروژه پلي کړه اواوس دپاکستان واردی اوداده لوبه په ګرمیدو ده خبره به سبا یا بله ورځ ترلاریونونوورسیږي اوپه لوي لاس به خپل هویت تر سوال لاندې راولو ، کله چې دټاکنووخت شي نوله هرکوره یویو نوموواوهغه د رحمان بابا خبره خپل ټټواودبل اس سره برابروو ، ژوندي بوتان پارلمان ته رالیږو اوبیا ور څخه ډیره تمه کوو ، افسوس چې ماوتا په پارلمان کې داسې استازي درلودائ چې په نطفه کې یی دا فتنه خنثی کړي وائ ، نونن به دې ستونزي ته نه سره رسیدو ، تاسوباوروکړئ که دافغانستان له هروګړي وپوښتئ نوځان افغان درپیژني خویواځې دګوتوپه شمیر څوکسان اودطلوع تلویزیون په ګډون یوڅورسنۍ دي چې دې اورته پکي وهې خوله بده مرغه زما اوستا تلویزیونونه یا دشړشموتیل اویا دبواسیرو ګولي اعلانوي ولسي ویښتیا ته یی له سره پام نشته احساس موهمدومره دی ، طالب جان مودشیطان په څیرپه رګونوراننوتی دی ، تخرګونه مو را ډکوي اوخپل وروڼه راباندې وژني ، زه په پوره مسولیت تاسوته یوه خبره کوم چې داسرطاني غوټه موچې په نړیواله کچه هویت ونه ګواښي داد تذکرومسله یی نشي ګواښلئ ، خدای ته وګورئ لږخپل ځان وپیژنئ له نني سیاسي شعورسره اشنا شئ ، قومیت او قبیلویت پریږدئ اودیوه ملت شکل غوره کړئ ، دکندهارخلکو لمني په پښوراکښلي وي ټوله ورځ څوک غلجي څوک دراني یادوي ته به وایی دوینو تږي یی دي ، که لویی پکتیا ته راشوهر قوم ځان اصیل اوبل کم اصل بولي همداسې یی مشرقي اونوردرواخله ، کله موفکرکړیدی چې زما او ستا دبیلوالي لپاره یی د پښتنوقبیلوپنوم لوي لوي کتابونه لیکلي دي که داهرڅوک وي پښتون اوکه هندو، خوله بده مرغه ددوي نه قبیله ما لومه ده اونه دین کله ځان د زردشت اوکله درستم زامن بولي خوهرڅه یی چې کړي یویادوه پلرونه لري نه زموږپه څیرپه زرګونو ، په همدې وړووړو مسایلویې یو دبل ګریوان ته سره اچولي یو اودوي خپل اهداف زما اوستا په وینوترلاسه کوي ځکه کوپړي موتشي دي .
ښه نواوس به یی دحل لارې ته راشو ځکه لدې ستونزې سره برسیرن چارهم نشي کیدائ ځکه دلته اساسي قانون په صراحت مات شویدی اود همدې اساسي قانون پربنسټ یی ولسمشرپه پلي کولومکلف دی ، نوزموږمعززمشران که هغه له هریوه ټیم سره وي له ولسمشرسره دې له نیږدې کښیني اوولسمشردې له ګریوانه راونیسي ترڅوداستونزه هواره اوپه راتلونکي کې په اساسي قانون لدې ډول ملنډووهلومخه ونیول شي ، او ولسمشردي دې ته اړکړي ترڅودالاسلیک شوی قانون دتفسیرمراجعولکه په اساسي قانون دڅارکمیسون اویا سترې محکمې ته واستوي ترڅواړین تعدیلات پکې راشي ، اوکه ولسمشرهم خپل سرپه ونه ګرځاوه نوبیا به خپلواعتراضونواونورواړین کړنوته دقانون په چوکاټ کې دوام ورکوو ، ترڅوموله یوې خوا خپل یووالی ساتلئ وي اوله بلې خوا وکولائ شوپه راتلونکي کې داډول پردۍ فتني په زړي کې لمنځه یوسو ، ویښ اوبیداره وکیلان ولسي جرګې ته وټاکوترڅوداډیری کمیشنکاراوخوبوړي وکیلان موپه هویت اوبرخلیک لوبې ونکړي .