بریښنا له ښېګیڼو سره سره د بې پروايۍ پرمهال خورا خظرناکه ده.

یو ټکان ېي انسان په اسانۍ او په چټکی د مرګ ترکومې لیږدوي.

که په بریښنا کې خوندیتوب په پام کې ونه نیول شي نو د نیولو ګواښ يي حتمي دی.

له بده مرغه په هغو کسانو کې، چې له برېښنا سره سروکار لري، د مرګ ژوبلې کچه د نورو هغو په پرتله زیاته ده. علت یې دا دی چې د خوندیتوب اصول په پام کې نه نیسي.

صنعت ورځ تر بلې مخ پر وړاندې ځي،  او ورسره جوخت د بریښنا لګښت په ډیرېدو دی، له همدې کبله د مرګ ژوبلې پیښې ېي ژر ژر مخې ته راځي.

د بریښنا نیول مختلف علتونه لري.

له بریښنايي مزو سره تماس، دغه راز له یخ مزي سره هم تماس یا د بدن د کومې برخې لګېدا په هغو شرایطو کې چې په فازونوکې ولټاژونه توپیر ولري.

د یخ مزي او ځمکې ترمنځ پیښیدل او له بدن نه د بریښنا لیږدیدل، له بریښنايي وسایلو سره لګیدل، او په تن کې د ولتاژونو ویش د بریښنا د نیولو سبب ګرځي.

ځینې مهم لاملونه چې د بریښنا نیولو کې رول لوبوي.

د لیږد شدت د هغو لاملونو په سرسر کې راځي چې د بریښنا په نیولو کې اغیزمن رول لري

 د انسان ځان (تن) تر ډیره برخه اوبه او اوبلن الکترولیت جوړوي، چې د بریښنا د لیږد وړتیا لري.

الکترولیت هغه ماده ده چې که بریښنا ورځنې تیره شي مواد د غاز یا جامد په بڼه له ځانه دفع کوي.

د بریښنا لیږد شدت په ملي امپیر اندازه کیږي، که د لیږد شدت دوه ملي امپیره وي یوازې انسان لړزوي، له نهو لوړ په تیزی ټکان ورکوي او له دیرشو ملي امپیره پورته په مرګ ېي ګواښي.

1د بریښنا لیږد د بدن له هغې برخې لاره کوي، چې  د کابو کولو پر وړاندې ېي کمزوری وي، او له هغې برخې له بدنه بهر لیږدول کیږي چې ځمکې سره لګيدلي وي، دغه لیږد رالیږد دبدن دانساجو، او غړو دلمنځه تللو او ان دمرګ لامل ګرځي.

هډوکي د بریښنا د لیږد په کابو کولو کې ډیر او وینه کم مقاومت لري.

کیدای شي د بریښنا لیږد له کیڼ لاسه ښي لاس ته، له کیڼ لاسه کیڼې پښې ته او یا په بله بڼه،له ښي لاسه کیڼ لاس ته، له ښي لاسه ښی پښې ته واستول شي، دغه راز له مرکزي ماغزه هم تیریدای شي، خو تر ټولو مرګوني حالت هله پیښولای شي چې دلیږدیدو پرمهال زړه مخې ته ورشي.

د بریښنا نیول دبریښنا د لیږد پر ډولونوهم اړه لري، متناوب (نوبتي) د مستقیم (نیغ په نیغه) جریان په پرتله ډیر ګواښونکي او خطرناک دي، متناوب جریان د سوځېدو، بې هوښۍ، بې سېکه کېدو او د تل لپاره دغړي غونجېدو سبب ګرځي، خو په لوړو ولټاژونو کې مستقیم لیږد د نوبتي لیږد په پرتله ډیر سوځېدونکي دي.

له بریښنا نه د ژغورنې لپاره باید څه وکړو.

ژوبل شوي مزي(سیم) او ژوبل شوي بریښناي وسایل په تیره بیا عایق (پوښ) شوي برخې چې زیان لیدلي وي له کارولو ېي ډډه کیږي دمزي د خوندي لیږدولو لپاره له وسپنیز او پلاسټیکي نلونونه ګټه اخیستل کیږي.

ژوبل شوي مزي او بریښايي توکي یا دمزو ګډوډ لیږدول د اور لګېدا امکان هم مخې ته را وړي.

کله چې بریښايي وسایل او توکو کې ستونزه پیښ شي هڅه کیږي چې مسلکي کسان ورته وبلل شي ترهغې دجوړولو چاره ېي ځنډیږي او ګوتې په کې نه وهل کیږي ترڅو بریښنا  پرې شوي نه وي دفاز میټر پرمټ شونې ده چې دبریښنا شته والي او پرې والي څرګند شي.

بریښايي توکي دماشومانو له لاسرسۍ لرې او دیوال کې په لوړ واټن خوندي ساکټونه او سوچونه ور ټومبل کیږي.

په تشنابونو کې د سوچونو اوساکټونو لګول دبخارۍ او بریښايي لوښو ننویستل دخوندیتوب پرخلاف یوه هڅه ده د دیوالونو دپریمنځلو پرمهال ساکټونو او سوچونوته تر ډیره په ځیر پاملرنه کیږي تر څو خیشت نه شي.

1د ودانیو د ړنګولو او بیارغونې پرمهال بریښايي مزي او ستنې په پام کې نیول کیږي تر څو ورته زیان ونه رسیږي.

درغونې پر مهال د مزو دخوندیتوب په موخه له لرګینو ستنو ګټه اخیستل کیږي.

نامسولو کسانو ته اجازه نه شته چې بریښايي ستنو(خاده) ته جګ شي، ستنو ته جګیدل او پرستنو دپوسټرونو او تابلو سریښول خورا خطرناکه چاره ده.

بریښايي بنسټونه عایق نه دي خو ترخپلې کچې حریم  لري د حریم په پام کې نیولو سره کیدای شي چې دبریښنا له نیولو ژغورنه وشي. دغه راز بریښايي لیکې ته څیرمه د وسپنیزو توکو کارول یا نیږدې ور وړل بریښنا نیولو ته موکې برابروي.

زیانمن شوي بریښايي وسایل دباور وړ نه دي، او کارول ېي له دوښاخې، ساکټ اوسویچ پرته پیښه رامنځته کولای شي.

هماله له یؤه دوښاخې، ساکټ اوسویچ نه دڅو بریښايي وسایلو لګول زښت ډیر خطرناک دي. او ستونزې زیږوي.

دبریښنا دمخنوي لپاره جنراتورونه، یخچالونه او کولر باید له ځمکې سره ارت شي غوره ده چې دغه چاره دمسلکي کسانو په مرسته سرته ورسیږي. دغه راز بریښايي وسایلوته پښیبلې لاس نه ور وړل کیږي.

په کورونو کې بریښايي وسایل له ګټې اخیستنې وروسته سمدلاسه باید له بریښنا لرې شي ترڅو ماشومان ورته لاسرسۍ ونه لري.

له سویچه د ایستلو پرمهال دوښاخه دګوتې پرمټ له څنګونو کې ایستل کیږي له مزې کشکولو باید ډډه وشي.

په پخلنځي، تشناب او د لامبو په ډنډونو کې د بریښايي وسایلو کارول خطرناکې پایلې لري.

هرځای او هرچیرې د بریښنا دخوندیتوب لپاره له فیوزونو، د نښلولو او پرې کولو کونجۍ او د ارت له مزو او سویچونو نه ګټه واخلۍ.

د بریښنا نیولو پرمهال د بریښنا لیږد پرې کول، له بریښنا نه د کس بیلول، مصنوعي تنفس او ډاګټر ته لیږدول له لومړنيو هڅو شمیرل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *