اجمل حمیدي تېره روشنګرۍ کې د برېښنایي تذکرو په باب معلومات وړاندې کړل.

په ټولیز ډول ټول پروګرام پر لاندې دو برخو وېشل شوي وو:

۱- د برېښنايي تذکرو په اړه عمومي بحث.

۲- په نړۍ کی د بریښنایی تذکرو استعمال، په افغانستان کې د برېښنایي تذکري اړتیا، د بریښنایي تذکري ګټې، د بریښنایي تذکرې ونډه په بریښنايي حکومتداری کې او د بریښنايي تذکرې د اخیستلو طریقه.

حمیدي وویل چې د برېښنایي تذکرې په مټ یو دولت کولای شي وخپلو وګړوته هر راز بریښنایي خدمات و‌ړاندې او د انټرنیټ له لارې د ټولو دولتي ادارو تر منځ اړوند مالومات شریک کړي چې په دې کړنې سره به یې تر ډېره ځایه د وګړو ستونزو ته د پای ټکی ایښی وي.

د بریښنایي تذکرو پروژې ته په اشارې سره حمیدي زیاته کړه چې په دې پروژه کې د بریښنايي تذکرې سره سره بریښنايي د موټر لایسنس، بریښنايي جواز سیر او د رایه ورکونکو لیست شامل دی ترڅو دولت وکولای شي په یادو برخو کې د شته فساد مخنیوی وکړي.

حمیدي وویل: (د برېښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره باید لومړی د کورنۍ مشر خپله کورنۍ ثبت او د کورنۍ دثبت شمېره د مربوطه سیسټم څخه ترلاسه کړی. وروسته که د کورنۍ هر غړي تذکره اخلي نو د خپلی کورنۍ شمېرې ترڅنګ به یوازې خپل مربوط مالومات ورکوي.)

هغه وویل تر ټولو ضروري خبره دا ده چې د کورنۍ مشر باید د کورنۍ ټول غړي ثبت کړې په شمول د هغه وفات شوو غړو چې ښځه او یا ماشومان ترې پاته وي، بهرنې غړي وي، د لنډی مودي لپاره بهرته تللي وي او یا هم یا په بهر کې اوسېږي.

د حمیدي په وینا الکترونیکي تذکرې به د اوسنیو تذکرو په پرتله په معیاري ډول د پولي کاربونیټ پر کارت د شعاع په واسطه چاپیږی چې ضروري مالومات به د کارت پر مخ او شاه په پښتو، دری او انګلیسي ژبوچاپ او نور غیر ضروري مالومات به د تذکرې په چیپ کې په خوندي توګه ساتل کیږي.

د روشنګرۍ د لکچرو دا لړۍ له تېرو دریو کالو راهیسې په کابل، کندهار، هلمند، پکتیا او خوست کې هره اونۍ جوړيږي.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *