ډاکټر نبي مصداق –

د ظاهر شاه په وخت کې د برېښنا د سترو او وړو بندونو شمېر ۴۶ ته رسېده؛ خو دا بندونه ټول د تېرو څلوېښتو کلونو په جنګونو او نا ارامیو کې تخریب شول او ځینې سامان الات یې د اوسپنې په بیه و پلورل شول. نو د افغانستان ټول وګړي تپې تیارې ته کېښناستل؛ خو د طالبانو په له منځه وړلو سره د امریکایي ډالرو په زور له تاجکستان، اوزبکستان او ایران نه د یوې محدودې اندازې د برېښنا د اخیستلو قراردادونه وشول. دا اندازه د افغانستان د سروبي، درونټې، نغلو او څو نورو کوچنیو برېښناکوټونو په شمول یوازې ۳۱۴ میګا واټو ته رسېږي.

څو میاشتې مخکې چې د ترکمستان ولسمشر افغانستان ته راغی، له ولسمشر اشرف غني سره یې په اقتصادي او امنیتي تړون کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به ۵۰۰ میګا واټه برېښنا صادره کړي.

که څه هم د کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې، د ټولو امکاناتو برسېره د برېښنا په برخه کې هم پام ونه شو او زموږ د دریابونو اوبه په مفت ډول ګاونډیو هېوادونو ته لا تر اوسه روانې دي؛ خو ډاکټر اشرف غني د خپلو اقتصادي پلانونو تر څنګ د ۲۱ اوبو بندونو جوړول اعلان کړل چې له ډېرو به یې برېښنا تولید شي او په ځینو به کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

بر سېره د ترکمنستان د توټاپ د برېښنا پر پروژې یوه بله د برېښنا پروژه هم افغانستان او جنوبي اسیا ته ځي چې د کازا ۱۰۰۰ په نوم یادېږي. خو له بده مرغه برخلاف د ترکمنستان د برېښنا پر پروژې، د کازا ۱۰۰۰ نه په کال کې یوازې ۵ میاشتې استفاده کېدلای شي. دا دواړه پروژې مرکزي اسیا، د افغانستان له لوري پاکستان او هند سره نښلوي چې د ګازو د ټاپي د پروژې تر څنګ به د تروزیم او د هغو تشویقول د پاکستان په ګټه نه وي؛ نو ځکه حکومت یې، ډېر لېوال دی چې پاکستان هم افغانستان ته، د انرژۍ له مخې محتاج وي، ځکه چې دا لینونه ټول له افغانستانه تېرې. بر سېره پر دې یوازې د دې برېښنایي مزو له تېرېدو نه به افغانستان ته په کال کې ۴۵ میلیونه ډالره عاید را روان دي.

د ټوټاپ برېښنا چې څلوروېشت ساعته به دوام لري، په افغانستان کې هغه په سلګونه فابریکې چې په ډېرو ښارونو کې د برېښنا د نشتوالي له امله پرچاو دي، بیا په فعالیت راشي او دا پروژبه افغان حکومت ته وخت ورکړي؛ څو له داخلي منابعو نه لکه چې وړاندوېنه یې وشوه او په خپلو دریابونو، لکه کونړ، هلمند، هریرود، مرغاب او امو باندې د برېښنا کوټونو په جوړولو سره او هم د باد او لمر نه په استفادې به په کافي اندازه د برېښنا انرژي ترلاسه شي.

اوس چې د ترکمنستان او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو برېښنا د تاجکستان له لارې، افغانستان ته را داخلېږي، تر ټولو لنډه لار یې د بلخ، بغلان، سروبي، پروان او کابل پر ولایتونو ده. ځکه چې دا لار نظر د بامیان لارې ته ۱۲۰ کیلو متره لنډه ده، چې د بامیان د لارې په نسبت به حکومت ته د ۱۱۰ میلیونو ډالرو په اندازه په ارزانه تمامه شي.

د دې لپاره چې د ټوټاپ پروژې برېښنا پروان، کابل، بامیان، لویه پکیتا، میدان وردګ، زابل او کندهار ته ورسېږي، د سالنګ له لارې یې پر لېږد پرې کړه شوې ده.

افغانستان ته د برېښنا د رسولو قرارداد له یوې جرمني کمپنۍ سره چې فېشنر نومېږي، شوی دی هغه وخت چې د بامیانو لاره خوښه شوې وه، یو مهم دلیل یې دا و چې د حاجي ګګ د اوسپنې کان ته د برېښنا ورکول په نظر کې وو؛ خو کله چې هندي کمپنۍ له خپلې ژمنې نه په شا شوه، د اسیا پرمختیايي بانک چې جاپان او امریکا هم د دې پروژې لګښت په غاړه اخیستی وو، د لوژستیکي دلایلو پر اساس، د سالنګ لارې ته ترجح ور کړه. او هم دا په داسې حال کې وه چې د ترکمنستان برېښنا به راساً د افغانستان د شمال لویدیځ له لارې راتله؛ خو اوس چې د ازبکستان او تاجکستان موجوده لینونه په نظر کې ونیول شول او هم د برېښنا مزي مزار او د بلخ ولایت نورو برخو ته غځېدلی دی؛ نو په هماغه لاره د نورو پایو کېښنول به لا ارزان تمام شي. خو زموږ د هزاره ګانو ورونو درې مشران چې د جنګونو د وخت شپې، ورځې یې په یاد دي، غواړي چې دا برېښنا که څه هم قیمته تمامېږي، باید د بامیان له لارې تېر شي.

ولسمشر غني ورته ډاډ ورکړی چې د غوربند له لارې به، ۲۲۰ کلیو واټه برېښنا بامیانو ته ورسوي؛ برسېره پر دې بامیان په خپله هم د لمر د انرژۍ یو سولر پارک د جوړېدو او هم د اوبو له یو بند نه د برېښنا تولید د دوی په ماسټر پلان کې شامل دي.

نو اوس پوښتنه دا ده چې ولې د هغوی دا درې مشران اسرار کوي چې باید دا پروژه د بامیان له لوري عملي شي؟ ایا دوی په دې فکر کې دي چې که جنګونه شروع شول، په نور افغانستان به برېښنا قطع کړي او که کوم بل هدف چې دوی نه دی ښودلی، په نظر کې لري؟

برېښنا، کاز، د سرکونو جوړول، اور ګاډو پټلۍ کېښودل، دا د مرکزي حکومت د اقتصادي سیاست یوه برخه ده او باید په دې کې، څو تنه د خپل قدرت په زیاتېدو سره د خلکو نه په لاریونونو او توندو لیکنو کې استفاده ونه کړي.

د افغانستان ابادېدل، د ټولو په ګټه ده او د هېواد هېڅ برخې ته، د بلې برخې په نسبت باید امتیاز او فوقیت ور نه کړل شي.
که په دې برېښنا باندې ستونزې زیاتې شي، بیا نو ایران، چې په کمین کې ناست دی، په اسانۍ سره کولای شي چې د مرکزي اسیا برېښنا، پاکستان او هند ته نقل کړي او مسوولیت به یې هم پر هغو خلکو وي چې داسې ملي پروژ فاجعې سره مخامخ کوي.


د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

2 thoughts on “د برېښنا ملي پروژه، کور که فاجعې ته رسول؟”
  1. یو متل دئ چې: مچ نور څه نه کوي خپله خوا بدوي۰
    اوس زمونږ په هیواد کې یو شمیرد ایران جاوسوسان دي چې په هره خبره او هر کار کې د خپل بادار په لمسونه د دوی خوا بده وي، اعتصابونه اومظاهرې به کوي او په هرڅه کې دې د دوئ حق لمړئ وي۰ ځان غوښتل یو حد او اندازه لري (م زور ما ــ ټول
    زما)۰

  2. سلام
    موږ دبيان دازادي نارې سورې وهو خو نه بيان پېژنو او نه ازادي، موږ د اسلام نارې وهو تکبير وايو خو بيا د حلا لو او حرامو ترمنځ مشکوک اوورک يو.موږ باندې د فساد نوم بد لګيږي خو بيا تر غوږو پورې فساد کې ډوب يو موږ ته مقام ډير مهم دى مخکې له دې چې ملي او د وحدت کلمې ته راشو موږ په غلطه روان يو خو نه يې منو موږ چې ژوندي يو هېڅ يو خو کله چې مړه شو بيا نو له شهيده نيولې او هرڅه يو. موږ لاهم پردي ستايو اوخپل راڅخه ورک دي موږ د فرغون څخه يو څو کلومتره اخوايو
    همدا ډول ستونزې شته چې په څلورو لسيزو کې مو د هېواد کړکېچ لاره نشي موندلي
    موږ انصاف نه لرو ،معاونيت ته ديوه اقليت په موجوديت کې ورسيدو خو لا ډير په ګواښ او زورکې يو وينو چې په ١٤ کلونو کې مو لايو مثقال ملي ښيګڼې د هېواد لپاره نه دي کړي خو بيا په ډير شد او مد خلکو ته پيغامونه لرو موږ لا هم په ناوړه کارونو پښيمانه نه يو او هرڅه چې خولې ته راځي وايو
    زاغ زنده باد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *