د ژمي موسم په را رسېدو سره په ټول هېواد کې د برېښنا ستونزې زیاتېږي؛ خو دغه ستونزه په کابل کې جدي ده. کېدای شي لامل یې دا وي، چې په درېیو نورو موسمونو کې د کابل اوسېدونکي تر ډېره بریده له برېښنا څخه برخمن وي؛ خو د ژمو په موسم کې بیا سربېره پردې، چې د کابل په ګڼو ځایونو کې برېښنا په نوبتي کېږي؛ ډېر کله داسې هم پېښېږي، چې خبره له ۲۴ ساعتونو اوړي او آن ځینو سیمو ته د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې هم برېښنا نه رسېږي.
د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو لهمخې کابل ښار۵۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ خو اوسمهال په کابل ښار کې ۳۵۵ میګاواټه برېښنا موجوده ده، چې ډېری برخه یې له بهر څخه واردېږي.
له ۳۵۵ میګاواټه برېښنا څخه ۲۷۰ میګاواټه وارداتي هغه ده، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو (تاجکستان او ازبکستان) څخه واردېږي. پهدې لړ کې یوازې۷۰ میګاواټه برېښنا چې کابل ښاریان ترې استفاده کوي، د افغانستان په اوبو تولید شوې برېښنا ده او پاتې ۱۵ میګاواټه یې حرارتي برېښنا ده.
په ټول کابل کې د برېښنا ۳۶ لینه فعال دي، چې د ژمي په موسم کې ۱۲ لینه برېښنا بندېږي او یوازې پاتې ۲۴ هغه یې فعال وي.
خو باور دا دی، چې د ستونزې جرړه بل چېرې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت پېرېدونکي شاوخوا دوه ميلیارده افغانۍ پوروړي دي. دغه پور په عادي وګړو نهدی، بلکې دوه برخې دي: ۱ دولت ۲ زورواکان.
دولتي ادارې له ۹۰۰ میلیونو افغانیو زیات پوروړي دي او پاتې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ پر زورواکانو پاتې دي. د افغانستان برېښنا شرکت تر دېدمه نهدی توانېدلی، چې لهدغو دوو مراجعو څخه خپل پور ترلاسه کړي. دولتي ادارې د دغه پور پرې کولو لپاره بودجه نهلري او پر زورواکانو یې زور نهرسېږي.
که څه هم د یاد شرکت مسوولینو د پور ترلاسه کولو لپاره هڅې کړي؛ خو دغو هڅو مثبته پایله نهده درلودلې. باور دا دی، چې اصلي ستونزه د برېښنا شرکت په مسوولینو کې ده؛ ځکه نه یوازې تر دېدمه پهدې نهدي توانېدلي، چې د شرکت پور ترلاسه کړي؛ بلکې تر دېدمه جدي هڅې هم نهدي کړي. بل لور ته د دغه شرکت مسوولین د خپلو مقامونو خوندي کولو په موخه دا جرات هم نهدی کړی، چې لږ تر لږه د دولتي اورګانونو سربېره د هغو زورواکو نومونه له رسنیو سره شریک کړي، چې د برېښنا د مصرف له امله میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.
په هېواد کې د برېښنا په برخه کې د ستونزې اساسي حللاره د برېښنا د بندونو جوړول دي؛ خو دېته په کتو سره، چې لا هم پر بهرنیو مرستو تکیه یو او د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې بهرنیو مرستندویه هېوادونو د زیربناو جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته نهده کړې، باور دا دی، چې په نږدې راتلونکې کې د دې توان نهلرو، څو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدو.
خو د دوو میلیاردو افغانیو پور په ترلاسه کولو سره کولای شي، له یوه لوري د حرارتي برېښنا په تولید کې مرسته وکړي، چې د ژمي په موسم کې يې کارول مهم برېښي او له بل لوري له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا په واردولو کې موثر تمام شي.
لهدې ټولو سره نوي افغان حکومت ته لازمه ده، چې د برېښنا شرکت پر مسوولینو له سره کتنه وکړي، نه دا چې د خپلو څوکيو د خوندي ساتلو په هدف ولس په تياره کې وساتي.