د چین په سوداګریز مرکز شانګهای ښار کې د روان کال د جولای په یوویشتمه د برېکس یا نویو څرګندېدونکو اقتصادونو نوی پرمختیایي بانک (New Development Bank) پرانیستل شو.

دا بانک چې تر راتلونکي کال پورې به له سل میلیارد ډالرو پورې پانګه لري،  د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک سیال ګڼل کیږي چې دواړه په امریکا کې دي او واشنګټن یې بنسټګر او پالیسۍ چلوونکی دی.

د برېکس هیوادونو نوی پرمختيايي بانک د روسیې په اوفا ښار کې د دغه تړون د غړو هیوادونو له سرمشریزې( د جولای په اتمه او نهمه) دوه اونۍ وروسته پرانیستل کیږي، چې په ژر پرانیستلو کې یې مسکو ډېر مهم رول لري.

مسکو چې د اوکراین د کړکېچ لامله د لوېدیځ د بندیزونو او روبل د ټيټېدلو لامله یې اقتصاد له ستونزو سره مخ دی، د برېکس هیوادونو بانک او د هغه شتمني د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په مقابل کې ښه انتخاب بولي چې د امریکا په اغېز کار کوي.

د بانک له پرانیستلو وروسته مسکو او بېجینګ هڅه کوي چې د برېکس له نورو غړو سره په ګډه له خپلو راکړ ورو کړو د امریکا ډالر هم لرې کړي او څو قطبي نړیوال اقتصاد ته لار برابره کړي.

برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا د برېکس غړي هیوادونه دي، چې د ټولو کلنۍ راکړه ور کړه شپږ اعشاریه څوارلس زره میلیارد ډالرو ته رسیږي او په دې ډول د نړۍ د ټولې راکړې ور کړې پنځمه برخه جوړوي.

د نوي پرمختیایي بانک یو هدف هم د برېکس د غړو هیوادونو په ملي کرنسۍ د را کړې ور کړې د دودولو ملاتړ دی، چې دا ټولنه د امریکايي ډالر له سیوري ووځي، نوی اقتصادي بلاک رامنځ ته او د خپلو ملي کرنسیو ارزښت پیاوړی کړي، په نړیوالو بازارونو کې یې باور زیات او نفوذ پراخ کړي.

همدا وجه ده چې د روسیې د ولسمشر نارسمي سلاکار سرګي مارکوف وايي، برېکس او د شنګهای همکاریو تړون په نړیواله کچه د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ له ولکه غوښتنونې سره مقابله کوي.

نوموړی د برېکس او شانګهای توپیر په دې کې بولي، چې شانګهای له پیله په منځنۍ اسیا کې په امنیتي مسلو چورلي، خو برېکس د نړیوال اقتصاد په نوي نظم تمرکز لري.

که څه هم چین او روسیې په سیمه کې د خپلې خوښې حکومتونو د خوندیتوب او د امریکا �� نفوذ  د مخنیوی لپاره له خپلمنځي رقابت لاس واخیست او د برېکس او شانګهای په څېر ټولنې یې جوړې کړې خو لا هم د دې ټولنو د غړو هیوادونو د لا یو موټیتوب او اقتصادي بلاک د رامنځ ته کولو په مخ کې خنډونه شته، چې یو یې د هند او چین ترمنځ ځمکنۍ ستونزې، بل په برېکس کې د چین ډېره پیاوړتیا او د ترهګرۍ په وړاندې له پاکستان د هند ډاندېښنه او له دې اندېښنې سره د بېجینګ بې پروايي ده.

خو په مقابل کې هند له امریکا سره نږدې سوداګري اړیکي لري، اما د ختیزې اسیا د اقتصادي نظم لپاره چې برېکس کوم وړاندیزونه لري، د امریکا له وړاندیزونو غوره دي، ځکه نوی ډېلی هم تر ډېره هڅه کوي چې د ځکمنیو او تاریخي ستونزو په ځای له چین سره په اقتصادي را کړه ور کړه زیاتولو ډېر پام وکړي.

چین هم چې د دواړو ټولنو په جوړولو کې بنسټی رول لري، له امریکا او لوېدیځ سره په اقتصادي ډګر کې بلاک جوړل ورته تر هر هڅه مهم دي، ځکه د دې ټولنو له نورو هیوادونو سره همغاړی دی، په شانګهای کې یې د برېکس بانک له پرانیستې مخکې په بیجینګ کې د اسیايي پانګونو د بېخ بنسټي بانک (AIIB) پرانیسته هم وکړه، چې سل میلیارد ډالر پانګه لري، د فرانسې، برتیانیا او جرمني په څېر د شلو لوېدیځو هیوادونو په ګډون یې د غړو شمېر پنځوسو ته رسیږي.

خو چین په دغه بانک کې دېرش سلنه ونډه لري او تر ټولو لوی ونډوال یې دی، امریکا او جاپان چې دوه ستر اقتصادي قدرتونه دي په دې بانک کې نشته، خو امریکايي اقتصادپوهان اټکل کوي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به واشنګټن له مجبورۍ په دغه بانک کې غړیتوب وغواړي.

که څه هم د ډالر په مقابل کې له لسو کلونو ډېر وخت کیږي چې په اروپا کې ایرو دود شوه، خو د امریکا او اروپا ګټې تر ډېره سره یو دي، ځکه د اقتصادي نړۍ د دوه قطبیتوب هیلې پوره نه شوې، خو په شانګهای او برېکس کې غړي هیوادونه په اقتصادي او امنیتی ډګر کې له امریکا او اروپا سره ټکر لري او که همداسې د ګډو هدفونو په لور روان وي، نو د اقتصادي نړۍ د بلاک خوب یې یوه ورځ رښتیا کېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *