د اتصالاتو شپږیزې پنځمه ورځ د سپین غر پړانګانو لوبډلې په ماتې سره پیل شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې کپتان شهزاد محمدي وګټله او په خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې په ټولو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ. د بست ساتونکو له ډلې ناصرجمال احمدزي ۴۳ او اصغر ستانکزي ۴۰ مندې جوړې کړې. د سپین غر پړانګانو لوبډلې له لوري عبدالله ۳ او رشید دوه لوبغاړي وسوځول.
د سپین غر پړانګانو ونه کړای شول ورکړل شوای هدف بشپړ کړي او په ټولو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۱ منډې جوړې او لوبه یې د بست ساتونکو په ګټه تمامه کړه چې له ډلې یې شوکت زمان ۴۶ او کریم صادق ۳۱ منډې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې د بست ساتونکو له لوري نسیم بړیڅ او نجیب ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی ناصر جمال احمدزی وو چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.
د ورځې دوهمه سیالي د مس عینک اتلانو او بندامیر بازانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. ټولې لوبډلې د شلم اور په وروستیو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۵منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نوروز منګل ۳۰ او شاهد ۲۴ منډې وکړې. د بندامیر بازانو له لوري شاپور ځدراڼ دوه، نبي عیسی خیل هم دوه او محمود شینواري ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د بندامیر بازانو د لوبې په شلم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوی هدف بشپړ کړ. حشمت الله شهیدي ۴۸ او محب ۲۸ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو له لوري نوروز منګل او ضیاءالرحمن یو یو لوبغاړي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی حشمت الله شهیدي وو چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود او اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد له لوري یې خپله ډالۍ تر لاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد یوځل بیا هم د لوبو بهیر او د سیالۍ مدیریت وستایه او ویې وییل چې، د افغانستان کورني کرکټ تاریخ له بریالیو سیالیو څخه یوه یې اتصالاتو شپږیزې سیالي ده چې یوازینۍ موخه یې د ملیتونو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کول دي.