بشیرالحق عادل – هلمند کې د يوې سيمه ييزې راډيو له لوري د مقالو ليکلو سيالي پای ته ورسېده
په دې سيالي کې، چې د بست راډيو په نوښت جوړه شوې وه، د ۲۰ نجونو په شمول نږدې سلو ليکوالو برخه اخيستې وه.
د سيالۍ چمتو کوونکي وايي، له دغه کار يې موخه په ټولنه کې د نويو ليکوالو د وړتياو سپړل دي.
((سوله په اسلام او کلتور کې)) د سيالۍ د مقالې موضوع وه چې د هلمند ۹۴ نويو ليکوالو برخه پکې اخيستې وه.
د مقالې ليکلو دغه سيالي په هلمند کې د بست راډيو په نوښت جوړه شوې وه چې ګډونوال يې ۶۰ هلکان او ۳۴ نجونې وې.
ليکوال او ژباړن او د بست راډيو پروډيوسر احمد شاه پاڅون وويل: دې سيالۍ يې موخه په ټولنه کې د نويو ليکوالو د استعدادونو سپړل دي، ترڅو د دوی له قلم سولې ته ليکل شوې جملې تر ټولنې ورسيږي.
پاڅون وايي، د ليکوالۍ په دغه سيالۍ کې د نويو ليکوالو ګډون، مينه او د دوی له لوري ليکل شوې خبرې د دوی د تمې خلاف وې.
احمد شاه پاڅون وويل: (( موږ داسې فکر نه کاوه چې په دومره ډېر شمېر نوي ليکوال به په دغه سيالۍ کې ګډون وکړي، د دوی مقالې چې موږ وکتلې ډېرې هېلې يې راکړې، زموږ په ټولنه کې سره له دې چې خلک د سولې په ارزښت پوهېدلي دي تنکي ليکوال مو دا وړتيا لري چې يوه خبره په ډېر هنر ټولنې ته ورسوي.))
نږدې د يوې مياشتې په موده کې د ۹۴ ګډونوالو مقالې وکتل شوې، چې له ډلې يې لس غوره شوې، په لسو غوره شويو کې درې مقالو ته د لومړۍ، دويمې او درېيمې درجې جايزه ورکړل شوه.
طاهر تنوير د ښې مقالې ليکلو له امله د يادې سيالۍ لومړی ګټونکی، نسيمه باري دويمه او عاطفه توحيديار درېيم مقام خپل کړ.
بست چې په هلمند کې يوه خپلواکه راډيو ده، تر ډېره خپلو اوريدونکو ته نوښتګر پروګرامونه او د دوی ترمنځ سيالۍ جوړوي، تر دې مخکې يې هم د پوهنې او سولې په نوم يوه سيالي جوړه کړې وه.
د بست راډيو مسؤلان وايي، راتلونکو دوه مياشتو کې بيا هم د ورته سيالۍ د جوړولو نيت لري.