نن د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د اتصالاتو شپږیزې لوبې دریمه ورځ د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو په سیالۍ پیل شوه. د لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډل مشر نوروز منګل وګټله او د بست ساتونکو لوبډلې کپتان شهزاد محمدي ته یې د بیټوهنې بلنه ورکړه.
د بست ساتونکو د مخالفې لوبډلې له ورکړل شوي وړاندیز څخه اعظمي ګټه پورته کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف ورکړ. د بست ساتونکو له لوري له لوري اضغر ستانکزي د هسکو شپږیزو او په زړه پورې څلوریزو په مرسته ۶۳ او شهزاد محمدي ۵۴ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو د توپ اچونې په برخه کې پوره هلې ځلې وکړې چې له ډلې یې جنید خان ۲، ګلبدین نایب ۱ او داود احمدزي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د بست ساتونکو د توپ اچونې په برخه کې د مس عینک اتلانو لوبډله د ورکړل شوي هدف پوره کولو ته پرینښوده چې نجیب ځدراڼ د مس عینک ۳، سید شیرزاد ۲ او محمد علم ۱ لوبغاړی وسوځاوه. په پایله کې، د مس عینک اتلانو په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د بست ساتونکو په بریا پای ته ورسوله. د مس عینک له لوري کپتان نوروز منګل ۳۰ او شاهد ۳۸ منډې جوړې کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ځدراڼ ونومول شو او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود او اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد له لوري یې خپله ډالۍ تر لاسه کړه.
د ورځې دوهمه سیالي د سپین غر پړانګانو او آمو نهنګانو تر منځ ترسره شوه چې د لوبې پچه د سپین غر پړانګانو وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د سپین غر پړانګانو له لوري د نورو لوبغاړو په بدرګه قسیم ۴۸، نجیب ۳۰ او نسیم ۲۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ. د آمو نهنګانو له لوري میرویس اشرف څلور، عزت الله دولتزي دوه، نورالله او شرف الدین یو یو لوبغاړي وسوځول.
د آمو نهنګانو ونه شول کړای یاد هدف ته ځان ورسوي چې د لوبډلې نورو لوبغاړو په بدرګه عثمان ۲۴، مراد ۲۰ او میرویس اشرف ۲۳ منډې جوړې کړې او د لوبې په شلم آور کې یې د ۱۱۸ منډو په جوړولو سره لوبه بایلوده. د سپین غر پړانګانو له لوري حمید حسن، کریم صادق او ظاهر دوه ۲ لوبغاړي او رشید یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه د افغانستان عمومي رئیس شهزاده مسعود له لوري د سپین غر پړانګانو لوبډلې لوبغاړي قسیم ته ورکړل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د لوبې په اړه داسې ووییل. “هره ورځ د غوره بدلونونو په بدرګه د لوبغالي غیږ له نازولو نارو ډکوي. هیله من یو دغه نارې د لاسته راوړنو په بدرګه د ملي یووالي او سولې په رنګ د اولسونو پر شونډو موسکا خپره کړي”.