تاند- په سویس کې څېړونکو داسې سیستم اختراع کړی چې پر لاریو او بسونو نصب کېږي او د هغو کاربون ډای اوکسایډ ګاز په سلو کې ۹۰ ټولوي.

موټرونه او نور ترانسپورتي وسایل د ګلتوني ګازونو په خپرولو کې ډېره ونډه لري تر دې چې ویل کېږي په سلو کې ۴۰ ګلتوني یا مضر ګازونه لارۍ او نور درانه نقلیه وسایط خپروي.

خو د سویس د (EPFL) پوهنتون څېړونکو د لاریو له اګزاس څخه د وتونکي کاربون ډای اوکسایډ‌ د ټولولو لپاره  یوه وسیله جوړه کړې چې په سلو کې ۹۰ دا ډول ګاز خپرېدو ته نه پرېږدي او راټولوي یې.

دوی وايي، دا اله، چې لا په لومړنیو پړاوونو کې ده، د لاریو مضر ګازونه له راټولولو وروسته په مایع بدلوي او وروسته یې هغې ټانکۍ ته لېږدوي چې د لارۍ دپاسه نصب کېږي.

په اکثرو هیوادونو کې موټرونه په منظم ډول کتل کېږي، فلترونه یې وربدلوي چې د مضرو ګازونو د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته کوي خو د افغانستان په شان په بېوزلو هیوادونو کې له یوې خوا موټرونه زاړه دي او له بلې خوا د ګلتوني ګازونو د کمولو لپاره سم نه کنټرولېږي.

په همدې حال کې اروپايي اتحادیه وايي دې ته ژمنه ده چې تر ۲۰۳۰ پورې له بسونو او لاریو څخه وتونکي مضر ګازونه به په سلو کې ۳۰ کم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *