په کندهار کي د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون او د کندهار سيمه ييزو چارواکو او عامو خلګو په هیواد کې د بشري حقونو څخه سرغړونه وغندل او مجرمینو ته د سزا په ورکولو یې ټینګار وکړ.
په کندهار کي د نړیوالو بشري حقونو د ورځي په مناسبت په یوه غونډه کي ددغه کمېسیون مسؤلینو د شکنجي او تاوتريخوالي په ځانګړي توګه د دولت ضد وسلوالو له خوا د حملو په زیاتوالي باندې خبري وکړې او زیاته يې کړل چي د جګړې په وخت کي زیات وختونه عامو خلګو ته د دوئ له لوري مالي او ځاني زیانونه رسيږي او د خلګو زیات حقونه هم د دوئ لخوا تر پښو لاندي کیږي ، ددغه کمېسیون د راپور پر اساس چي په روان کال کي تردې دمه تر ديارلس سوه زيات بې ګناهيوادوال دوسلوالو مخالفينو له خوا په وسلوالو بريدونو او ماين چاودنو کي مړه اوټپيان سوي دي .
دبشري حقونو دسيمه ييز کمېسيون ریس انجنېر عبدالقادر نورزي غونډي ته دوينا پرمهال وويل : (( هرڅوک حق لري چي په ټولنه کي ديو ازاد کس په څېر ژوند وکړي او دژوند تېرولو لپاره دولت بايد هغه امکانات ورته برابرکړي چي اسلام او قانون ورکړي دي ، د تېرو درو لسيزو جنګ او جکړو پرمهال عامو وګړو ته سخت زيان رسېدلی ، نور بايد دولت اوعام خلګ دبشري حقونو احترام ته ژمن پاته سي ))
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هر کال د دسمبر د میاشتي لسمه د بشر د حقونو د نړیوالي ورځي په مناسبت لمانځي او د تېر کال د راپور د وړاندي کولو تر څنګ د هیوادونو پر وګړو ږغ کوي چي د بشري حقونو په تامین کي لاسونه سره یو کړي او یو د بل متقابل احترام او نړیوال بشري قوانین په پام کي ونیسي .
د هیواد په پلازمېنه کابل کي هم ورته غونډه جوړه سوې وه چي د بشر د حقونو د کمېسیون د مرکزي څانګي د مسؤلینو تر څنګ پکښي ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو استازو برخه درلودل .
په غونډه کي جمهور رئیس اشرف غني په هیواد کي پر بشري سر غړونو خفګان وښود او خاصه اشاره يې د دولت د وسلوالو مخالفینو وروستيو بریدونو او چاودنو ته وه ، ده وویل : ”دا حملي نوري د منلو وړ ندي. دا حملي نه اسلامي دي او نه انساني“.
په غونډه کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال تادا میچی یاماتو، د معافیت فرهنګ ته د پاي د ټکي په ایښودلو ږغ وکړ او وې ویل: ((د ټولو هغو کسانو لپاره چي د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي باید حساب ورکوونه شتون ولري ملګري ملتونه هره ورځ په افغانستان کې په ډیری پاملرني سره کار کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي ټول افغانان وکولاي سي برابري ، وقار او ازادي ترلاسه کړي )).
ددغه ورځي په مناسبت د کندهار په شمول د زیاتو نورو ورته غونډو ویناوالو د بېګناه ملکي وګړو پر حقونو چي د هیواد په جګړه کي ښکیل پاته او په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د تاوتریخوالي هدف ګرځیدلي خبري وګړي او ټینګار يې وکړ چي د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته باید زیاته پاملرنه وسي .
ملګرو ملتونو هم په نړیواله کچه په دغه ورځ خاص مراسیم نیولي وه او له ټولو خلګو يې غوښتنه کول چي بشري حقونه په نظر کي ونیسي.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون وویل، نړی باید د بشري حقونو ساتنه وکي ځکه کله چي وګړي د خپلو حقونو څخه ګټه اخلي اقتصاد وده کوي او هیوادونه په سوله کي وي.
ښاغلي بانکي مون پر ټولو هیوادونو ږغ وکړ چي د بشري حقونو په برخه کي د کال په هره ورځ کي خپل مسؤولیتونه وپېژني او پر خلګو یې چي هر چیري اوسیږي تاکید وکړ چي خپل دولتونه د بشري حقونو په پام کي نیولو ته متوجه کړي.