تاند- د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د جګړې او ملکي تلفاتو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو پر ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، «هیڅ ځای خوندي نه دی» تر عنوان لاندې په خپل راپور کې ویلي چې پر ملکي وکړو د حملو زیاتېدو کورنۍ او د جګړې د قربانیانو پاتې کسان سختو مالي، روغتیايي، روحي او احتماعي مرستو ته اړ کړي دي.
دې ډلې د افغانستان له حکومته غوښتي؛ داسې پروګرامونه ترتیب کړي چې د طالبانو او نورو وسله والو یاغي ډلو د حملو د قربانیانو د اړتیاوو غم وخوړل شي.
پخوا یوازې طالبانو انتحاري او بمي حملې کولې چې په نتیجه کې یې ملکیانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوښتې؛ خو اوس داعش هم پرې زیاته شوې ده. دا ډله هم هڅه کوي چې په انتحار او انفجار کې ځان تر طالبانو شاته نه کړي.