تاند(پنجشنبه، د عقرب ۹) د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو هغه قطعې، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې له لوري یې ملاتړ کېږي، په بې محاکمې وژنو، په زور د انسانانو  په بې درکه کولو، بې توپیره هوايي حملو او  د بشري حقونو په نورو سرغړونو کې لاس لري.

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې، چې نن (پنجشنبه) یې خپور کړ، د دغو قطعو د فسخه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د سي آی اې له ملاتړه د دغو برخمنو ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، دغو ځواکونو د جنګي مقرراتو جدي سرغړونې کړي او په ځینو مواردو کې تر جنګي جنایته پورې رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سي آی اې ویندوی د بشري حقونو د څار د ډلې د راپور په غبرګون کې ویلي چې دوی له قانون سره سم او د بشپړې څارنې د سیستم مطابق عملیات کوي.

ټیموتي باریټ وویل«طالبان په خپلو حملو کې دا ډول مقررات نه رعایتوي، پراخ تبلیغات کوي چې هغه هڅې بې اعتباره کړي د افغانستان د قانوني حکومت د ملاتړ لپاره کېږي.»

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور په اړه څه نه دي ویلي. خو یو شمېر افغان چارواکي تاییدوي چې له سي آی اې سره په جګړه کې ځینې شریک افغان قطعات جنګي جنایتونه کوي.

د صفر یو او صفر ۲ په نومونو قطعې، د افغانستان حکومت ته ځواب ویونکي نه دي او  ویل کېږي چې اکثره دا ډول وژنې د دغو قطعو  د ځواکونو له لوري کېږي.

دا قطعې په وردک، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو کې د بېګناه افغانانو په وژلو تورنې دي.

 د دغو قطعو د جنایتونو راپورونه وروسته له دې د خلکو تر غوږنو پورې ورسېدل چې محصلان او حتي د دولت پلوي عناصر یې ووژل.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، له ګڼو قضیو چې دوی څېړلي، ورته څرګنده شوې چې دې افغان ځواک په غیرقانوني ډول ملکیان د نه پېژندلو، ناسمو استخباراتي معلوماتو او یا سیاسي سیالیو له کبله ویشتي دي.

دا ډله په پکتیا کې د یوې قضیې یادونه کوي چې ۱۱ بېګناه افغانان پکې ووژل شول.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د سږ کال په اګست کې په پکتیا کې ۱۱ کسان په دې نوم ووژل شول چې ګنې طالبان دي.

وروسته حکومت د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړل او ورته جوته شوه چې بېګناه خلک وژل شوي دي.

One thought on “د بشري حقونو د څار ډلې د سي آی اې له ملاتړه برخمن افغان ځواک په جنایت تورن کړ”
  1. د نوي لیبرال پلید ښکلیلاک یوه څیره همدا ده، چې تریلینوني زیرمو پرسر ویده بدوي ولسونومنځ کې د هغوی ترټولو وحشیان کرایه کوي غاړو کې یې ځنځیرونه اچوي بیا خپل هیوادوال پرې داړي په خپلو کې یې جنګوي او ښکیلاکوال په کراره خپل ښکیلاکي ماموریت مخته بیایي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *