تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: پر بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې معلولې ښځينه د مرستو له نه رسېدو، روغتیايي او زده کړیزو اسانتیاو څخه د محرومیت، تبعیض او د جنسي ځورونې ښکار دي.

 یاد سازمان په ۳۱ مخیز راپور کې په دې اړه ویلي، څو لسیزې جګړې په افغانستان کې د دولتي بنسټونو شمېر کم کړی دی او له دې امله اړمن قشرونه له مرستې محروم پاتې دي.

 دغه سازمان پر افغان حکومت د جدي اصلاحاتو غږ کړی او ویلي یې دي چې محرومو او معلولو مېرمنو او نجونو ته دې په دغه هیواد کې د روغتیايي خدماتو تر څنګ د زده کړې او اساسي حقونو اسانتیا برابره کړي.

 د دغه راپور لیکونکې او د اسیا د برخې مسووله پتریشا ګوسمن وايي، په افغانستان کې معلول وګړي تر ډيره د خپلو حقونو په برخه کې د تبعیض سره مخ دي خو ښځې او نجونې معلولینې بیا په دې برخه کې د ډېرې ناوړه استفادې قربانیانې دي: (( د کورونا بحران له کبله په دغه هیواد کې صحي خدماتو ته د معلولو میرمنو لاسرسی لاسخت کړی دی.))

په راپور کې له ۲۶ معلولو افغان مېرمنو او نجونو او له ۱۴ روغتیايي او ښوونیزو متخصصینو  سره په کابل، هرات او مزار شریف کې مرکې شوې دي او ټولو ویلي چې کورونا معلولو مېرمنو ته د خدماتو په برخه کې ستونزې زیاتې کړې دي.

راپور وايي، په ځینو دولتي ادارو کې د معلولې مېرمنې او نجونې دچارواکو لخوا په جنسي ډول ځورول کېږي: (( ځینې معلولې مېرمنې یا ښځې چې دولتي ادارو ته د کومک لپاره تللې دي، هلته ورته ویل شوي چې فقط ګرل فرینډ مو پاتې شه، هر ډول مرسته به درسره وشي.))

دغه راپور چې نن سه شنبه خپور شوی دی په کې راغلی دي چې په افغانستان کې په تخمیني ډول ۸۰ سلنه معلولانې نجونې له ښوونځي محرومې دي او باید چې افغان حکومت دغو معلولو میرمنو او نجونو ته لاسرسی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *