تاند، شنبه،د حوت ۱۰مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د اورکم په اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه د ۲۲ سرتېرو او ۱۴ ملکیانوپه ګډون ۳۶ تنه وژل شوي او د ۲۳ سرتېرو او ۴۲ ملکیانو په ګډون ۶۵ تنه ژوبل شوي دي.
کمېسیون په ننني خپاره کړي راپور کې ویلي، دا تلفت په ۱۶ ولایتونو کې د ماین چاودنو، وسله والو بریدونو، توغندیو، هدفي وژنو، ډزو او برمته نیونو پر مهال اوښتي دي چې زیاتره پېښې یې د اورکم په دویمه او درېمه ورځ شوي دي.
راپور وايي، د اورکم په اوونۍ کې په بلخ، فاریاب، سمنگان، بغلان، غور، ارزگان، فراه، زابل، قندهار، هلمند، پکتیا، میدانوردګ، ننگرهار، لغمان، بادغیس او کاپیسا کې زیاتې پېښې شوې دي: (( د اورکم په اوونۍ کې پنځه طالبان هم وژل شوي دي.))
کمېسیون تاند ته په خپل استولي راپور کې ویلي، د اورکم په اوونۍ کې د وړمې اوونۍ په پرتله ملکي تلفات ۲۸ سلنه کم وو، په داسې حال کې چې له اورکم وړاندې اوونۍ کې ۲۷ ملکیان وژل شوي او ۵۱ نور ژوبل شوي وو.
د کمېسیون په وینا، که څه هم خلکو د اورکم د اوونۍ هرکلی وکړ خو لویې لارې لا هم په دغه اوونۍ کې د ډاډ وړ امنیت څخه برخمنې نه وې.
کمېسیون وايي، د اورکم په اوونۍ کې يې د حکومت او نړیوالو ځواکونو لخوا هیڅ برید نه دی ثبت کړی، خوپه وینا یې طالبانو ځینې سرغړونې کړې دي چې له بشردوستانه اصولو څخه ښکاره سرغړاوی بلل کيدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او امریکا د طالبانو د اورکم له اوونۍ خوښي ښودلې او ټاکل شوې چې نن مازیګره په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.