د هېواد سیاسي شنونکي او روڼ اندي چې د رسنیو په بېلابېلو خپرونو او د مدني ټولنو په اوونیزو ناستو کې ګډون وکړي، نو دا خبره بیا بیا او په ډېر ویاړ کوي، چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو پر ارزښت طبعي زېرمې شتون لري.
که د اوسنیو موجودو طبعي زېرمو لس چنده نورې طبعې زېرمې هم ولرو او د همدغو زېرمو د راویستو او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا فکر او انګېزه موجوده نه وي، نو د دې زېرمو شتون ویاړ نه بلکې ستر شرم باید وګڼو.
د هېواد د طبعي سرچینو څخه تولید په لاس راوړل، د هېواد پیاوړې بشري سرچینې ته اړتیا لري. د پیاوړې، منظمې، کاري او متخصصې بشري سرچینې روزل د هېواد د ابادۍ سبب کېدای شي.
په افغانستان کې چې کلونه کلونه د جګړې اور بل پاتې شوی او لا هم په پوره قوت دوام لري، نو په داسې ټولنه کې د بشري ځواک روزنه تر بلې هرې برخې مهمه او شتوالي ته یې جدي اړتیا ده.
دلته چې فساد خورا پراخ او هره برخه یې ژوره زیانمنه کړې، د هېواد ښوونیزې او رزونیزې ادارې د مسلکي او متخصصو افرادو او د رزونې لپاره د غوره کېفیت جوړنې په برخه کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه له دیارلس کلن نسبتآ ښه فعالیت وروسته لا هم په دې نه دي توانېدلي چې د زده کړو کېفیت په دومره کچه لوړ او معیاري کړي چې روزل شوي کدرونه د ځان او ټولنې په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د بشري ځواک اوسنی محصول ځکه د ټولنې پر اوږو بار او ټولنې ته يې ګټه نه رسېږي، چې د دوی علمي سویه ټیټه او د زده کړو په ټیټ کېفیت روزل شوي دي. دا محصول د اوسنۍ معاصرې ټکنالوژۍ او نورو ټولو هغو وسایلو سره نااشنا دی چې د بشر د ژوند د بقا لپاره پکار وړل کېږي.
نو که غواړو چې له پراخو طبعي زېرمو تولیدات ترلاسه کړو بايد د بشري سرچينو د توليد په منابعو کار او پر هغوی سمه پانګونه وکړو او په داسې ډول یې وروزو چې د شته منابعو د فعالو وړتیا پکې پیدا کړو او دولتي او نا دولتي ادارې د همدغو مسلکي اومتخصيصو وګړي لخوا مدیریت کړای شي.
“ټول انساني ځواک، چې په سمه توګه وروزل شي او د کار لپاره استخدام کړای شي، کار ښه مدیریت او مثبت تولید ټولنې ته وړاندې کړي دې ته بشري سرچینې یا بشري ځواک ویلی شو”
د بشري ځواک کمزورتیا او کمښت تر ټولنو فرق کوي او بېلا بېل عوامل لري.
زما په اند په افغانستان کې د بشري ځواک د کمښت او کمزورتیا عوامل، اوږدې جګړې، کډوالي، د نفوذ غېر متوازن زیاتوالی، اقتصادي فقر، قومي، سمتي او ژبني تعصب او د دې ټولو سرچینه او عمده لامل په دې هېواد کې پراخ اداري او نور فساد دی.
که دولت د بشري ځواک پیاوړتیا ته جدي پاملرنه ونه کړي او دا حالت همداسې دوام وکړي، نو حالت به تر دې هم د بدوالي پر لور ولاړ شي.
ځکه چې بشري سرچینې د هېواد جوړونې د اساس او بنسټ حیثیت لري، که بشري سرچینې ونه روزل شي، نو له نورو سرچینو ګټه اخېستل خو بېخي ناشونی کار دی، ځکه بشري ځواک دی چې له نورو سرچینو د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره استخدامېږي او فعالیت کوي.
د بشري ځواک د کمزورتیا بل لامل له افرادو سره د ملي پرمختګ د انګېزې نشتوالی دی، که د افراد ترمنځ د مجازاتو او مکافاتو انډول په پام کې ونیول شي، بااستعداده کدرونه تشویق او وهڅول شي دا چاره هم د هېواد په ابادۍ او د بشري ځواک په پیاوړتیا کې خپل رول لوبولی شي.
بله ستونزه چې د هېواد بشري سرچینې يې کم ظرفیته کړي، هغه د راتلونکي نسل سالمي روزنې او لازمې تغذيې ته ناسمه پاملرنه ده. اوسني ماشومان چې ډېره برخه یې به فقر او غربت کې ژوند کوي او د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر شاقه کارونو بوخت دي، ډېری په رواني او روحي ناروغۍ اخته کېږي او بلاخره پر نشه توکو روږدي او د ټولنې پر اوږد بار شي.
د دې ستونزو د حل لپاره لومړی بايد موجوده وضعيت وڅيړل شي او ور پسې په هغه ځای پانګونه وشي، چې په بنسټيزه توګه پرې دغه ستونزه هواره شي. يواځنۍ لار د ښوونې او روزنې د کېفيت او ظرفيت لوړول دي، ځکه چې ښوونه او روزنه د هېواد د نورو ادارو لپاره بشري ځواک توليدوي.
که د پوهنې، لوړو زده کړو، اقتصاد، او کار، ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونه خپلې چارې سره همغږې کړي، نو د بشري ځواک د کمزورتیا او کمښت د ستونزې لپاره د حل دایمي حل لار موندلای شي.