لاهورخان منګل

دا هغه اعلامیه ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پایله کې په کال ۱۹۴۸ د دډسمبر په ۱۰ مه نیټه تصویب کړه او ټول عضوغړي دولتونو ته یې بلنه ورکړه څو دا متن نشر کړي، او همدارنګه دد ې اعلامیې موجبات او تفسیر په تربیتي/پوهنیزه مرکزونو ته ورسوي. ددې اعلامیې اساس د فرانسې د ۱۷۹۱ کال په اساسي قانون کې د بشر حقوقو په اړه  راغلې مقدمې څخه اخستل شوی  دی. د بشر دحقوقو  نړیواله اعلامیه یوه مقدمه  او دیرش مادې لري چې په لاندې ډول ذکر شوي دي.

مقدمه:

دا چې د یوې انساني ټولنې/کورنۍ د ټولو غړو ذاتي حیثیت او حقوق یو ډول دي او دا اصل  بدلیدونکی نه دی په دې اساس دا اصل د خپلواکۍ، عدالت او نړیوالې سولې اساس ګڼل کیږي.  دا چې د بشرد حقوقو څخه د بې خبري  او د هغو تحقیر   وحشي عمل پیژندل شوی او د بشریت روح یې د ګنا لوري ته ګرځولی دی، د یوې داسې نړۍ چې په هغه کې افراد  خپلې عقیدې په ازادانه توګه څرګندې کړي، دبیان ازادي تجربه کړي او د ویرې او بې وزلۍ څخه خلاص وي، د بشر ترټولو لوړه غوښتنه او عامه اړتیا ګڼل شوې ده.

ددې لپاره چې بشر د ظلم او فساد په وړاندې انسانان د وروستي پاڅون په توګه پرې نه ښودل شي، انساني حقوق باید د قانون  په اجرا او حاکمیت سره خوندي وساتل شي. له دې کبله اړینه ده چې د دولتونو ترمینځ  دوستانه اړیکو ته پراختیا ورکړل شي.  په داسې حال کې چې  ملګري ملتونو د بشر په اساسي حقوقو او همدارنګه  د وګړي/انسان د مقام احترام  او د ښځینه او نارینه په مساوي حقوقو يې په خپل نوي منشور کې اعلان  او  کلک هوډ یې کړی څو ټولنیز ژوند پرمختګ او همدارنګه د ژوند لپاره  ازاد چاپیریال رامینځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو غړي دولتونو ژمنه کړې ده چې د نړیوال احترام او د بشر حقوقو لپاره واقعي احترام او اساسي خپلواکي  د تامین  او هغو څخه د نظارت لپاره به د ملګرو ملتونو له سازمان سره همکاري کوي.

له دې کبله ددې حقوقو او ازادیو پيژندنه ددې تعهد او ژمنې د عملي کولو لپاره خورا ارزښت لري.  نو ددې لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي د بشر حقوقو د نړیوالې اعلامیې اعلان د ټولو خلکو او دولتونو ګډه هیله  ده څو د ټولنې ټول غړي او ارګانونه دا اعلامیه دتل لپاره په نظر کې وساتي او زیار وباسي څو دغه حقوق نورو ته وروښودل شي او همدارنګه پراختیا ومومي او د تدریجي تدبیر په نیولو سره په ملي او نړیواله کچه  د ملګرو ملتونو او همدارنګه د هغه ملتونو ترمینځ چې شریکې پولې لري و پیژندل شي او په ورته وخت کې ترې نظارت او څارنه وکړی شي.

۱: ټول انسانان ازاد پیدا شوي دي او د حیثیت او حقوقو په لحاظ سره  برابر دي.

۲:  ټول حقوق چې په دې اعلامیه کې ذکر شوي دي، هرڅوک کولای شي پرته له دې چې نژاد، رنګ، جنس، ژبه، دین، عقیده، ملیت، ټولنیزه وضع، ثروت، پیدایښت ،جغرافیاوي موقعیت،، یا د پیدایښت څرنګوالی،  ګټه ترې اخستلی شي او مستحق یې دي. له دوی سره له دې امله چې د حکومت سیاسي وضع یې څه ډول وي، یا داچې ددې حکومت  چې وګړی پرې تړاو لري  نړیوال وضیعت څه ډول وي، هغه که حکومت مستقل وي او یا هم په هر شکل د حکومت حاکمیت محدود وي، تبعیض نه شي کیدلای.

۳: هرڅوک د ازاد ژوند کولو او د ځان د امنیت حق لري.

۴:  هیڅوک نه شي کولای چې څوک  په مریتوب او یا هم غلامي ونیسي. دمریتوب نیول چې په هر شکل وي، ممنوع دی.

۵: هیڅوک نه شي کولای چې چاته شکنجه ورکړي او یا هم داسې چلند وکړي چې هغه ظالمانه  او د انسانیت خلاف وي.

۶:  د قانون په وړاندې، هرڅوک حق لري چې حقوقي شخصیت ته یې په هرځای کې د انسان په توګه احترام قایل شي.

۷: ټول انسانان د قانون په وړانې مساوي دي او حق لري چې پرته له تبعیضه د قانوني ساتنې څخه برخمن شي. هرڅوک حق لري چې د اعلامیې د هرې مادې د ناقضولو له کبله د تبعیض سره مخ شي او یا هم هر عمل چې د دا ډول تبعیض لپاره  ترسره کیږي، د قانون د ملاتړ څخه په مساوي توګه برخمن شي.

۸:د هغه اعمالو په وړاندې چې د وګړي په اساسي حقوقو یې تجاوز کړی وي او دا حقوق ورته اساسي قانون او یا هم کوم بل قانون  ورکړي وي، وګړی کولای شي چې  ملي محاکمو ته د حقوقو د ددفاع  په موخه رجوع وکړي.

۹:  هیڅوک نه شي کولای چې کوم وګړی په خپل سر توقیف، حبس او یا هم تبعید کړي.

۱۰: هروګړی حق لري چې په  محکمه کې یې دعوای په ،منصفانه ، بې پرې ، علني توګه و څیړل شي او همدا محکمه د وګړي په اړه د هرډول الزام او جزايي اتهام  لپاره پریکړه ونیسي.

۱۱: هر متهم ترهغې بې ګناه شمېرل کیږي څو چې ددعوا په بهیر کې دمحکمې په وړاندې ورته ددفاع لپاره  لازم تضمین ورکړل شوي نه وي او د قانون له لوري مجرم پیژندل شوی نه وي. همدارنګه هیڅوک پر ګنا باندې دداسې عمل په ترسره کولو او یا هم  پریښودلو باندې مجرم نه پیژندل کیږي څو چې هغه عمل د ملي او یا هم نړیوال قانون په رڼا کې د هغه د اجرا او یا پريښولو په وخت کې جرم نه وي پیژندل شوی.

۱۲:  د یو چا په شخصي ژوند، کورنیو چارو، د اوسیدلو په ځای او یا هم  دې ته ورته  ملکیت کې په خپل مداخله ونه کړي او یا هم باید هغوی نوم، شهرت او عزت یې باید برید ونه شي. هرڅوک حق لري چې ددې ډول مداخلې په وړاندې ترې قانوني ملاتړ او دفاع  څخه برخمن شي.

۱۳:  هرڅوک حق لري چې د هر هېواد د پولې دننه ازادنه  تګ او راتګ وکړي.

۲: هرڅوک حق لري چې د هر هېواد( د خپل هېواد په ګډون) پریږدي، سفر وکړي او یا بیا ځلې خپل هېواد ته ستون شي.

۱۴:  هرڅوک حق لري چې د تعقیب، شکنجې او ازار څخه د خوندیتوب په موخه د پنا غوښتونکی شي او بل هېواد ته د پنا لپاره ولاړ شي(۲) دا حق په هغه وخت کې وګړي ته نه ورکول کیږي چې د قانون په رڼا کې د غیر سیاسي جرم  پرته د ملګرو ملتونو د اصولو او موخو  سره په تناقض کې واقع وي.

۱۵: (۱) هرڅوک حق لري چې د تابیعت څښتن وي (۲)  هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر څوک د تابیعت او یاد تابیعت د بدلون د حق څخه محروم کړي.

۱۶:  د بالغ عمر درلودونکی نارینه او ښځینه کولای شي چې د  مذهب، ملیت، تابیعت او نژاد د محدودیت پرته په خپلو کې سره واده وکړي او کورنۍ تشکیل کړي.(۲) واده باید یوازې ددواړو (میړه او ښځې) په پوره رضایت سره رامینځ ته شوی وي. (۳) کورنۍ د ټولنې اساسي رکن دی او حق لري څو د حکومت او د ټولنې له مرستې برخمنه شي.

۱۷:  هرکس په فردي او یاهم  په ګډه حق لري چې د جایداد څښتن شي. (۲) هیڅوک د خپل حق څخه څوک نه شي محرومولای.

۱۸: هرڅوک حق لري چې د فکر ، وجدان او مذهبي ازادۍ څخه برخمن شي. دا قانون کې د مذهب، عقیدې  او همدارنګه د مذهب او عقیدې د اظهارولو او د مذهبي پوهنې ، د دیني مراسمو د اجراکولو خپلواکي هم شامله ده.هرڅوک کولای شي ددې حق څخه یا په فردي ډول او یا هم په ټولیزه توګه خصوصي او یا هم په عامه توګه برخمن شي.

۱۹: هر وګړی د ازادی د بیان د حق مستحق دی یانې هر وګړی د خپل نظر د څرګندولو او همدارنګه د مالومات پیدا کولای ، راټولولی شي او  کولای شي چې د هرډول رسنیو څخه که داخلي او بهرني وي، څرګند کړي.

۲۰: هرڅوک حق لري چې سوله ییزه ټولنې او اتحادیې رامینځ ته کړي (۲) هیڅوک په زوره نه شي اړ کولای چې د ټولنې غړیتوب یې واخلي (۳)  هرڅوک کولای شي چې د حکومت په عمومي ادارو کې یا نیغ په نیغه او یا هم د ټاکل شویو نماینده ګانو له لارې  برخه واخلي. (۳) هرڅوک حق لري چې د عمومي چوپړتیاوو څخه په مساوي توګه برخمن شي.  اساس او سرچینه د حکومتي د قدرت د خلکو اراده تشکیلوي.  دا اراده باید د داسې ټول ټاکنو له لارې څرګنده شي چې رڼې او مهالي توګه ترسره کیږي. ټول ټاکنې باید عمومي وي او مساوات باید پکې مراعات شي چې یا هم د پټې رایې په اچولو سره او یا هم  دداسې لارې ترسره شي چې د نظارت په پایله کې یې د رای ورکوونکي دازادۍ حق تامین شوی وي.

۲۲: د ټولنې د یوه غړي په توګه هرڅوک د ټولنیز امنیت حق لري او مجاز دی چې د زیار له لارې د نړیواله همکارۍ، اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي حقوقو په رڼا کې چې د خپل شخصیت د ازاد انتخاب یې دی، د تشکیلاتو په مراعاتولو سره کولای شي د هر هېواد منابع لاس ته راوړي.

۲۳: هرڅوک د کار کولو حق لري او همدارنګه حق لري د کار کولو لپاره مناسب شرایط انتخاب کړي او د بې کارۍ په وړاندې ترې ملاتړ وشي. ۲) هرڅوک  پرته له کومه تبعیضه د کار په تناسب د مساوي مزد حق لري(۳)هرڅوک د کار په مقابل کې د لازم مزد مستحق دی چې وکولای شي خپله او کورنی یې د انساني ژوند د حیثیت پرې وساتي او که لازمه د ټولنیزه مرستې له لارې یې ملاتړ وشي. (۴) هرڅوک حق لري چې د ځان څخه ددفاع لپاره اتحادیه جوړه کړي او یا په نورو اتحادیو کې ګډون وکړي.

۲۴: هرڅوک د تفریح کولو حق لري ، د کاري وخت د ساعتونو په مینځ کې هم د استراحت حق لري  او باید معقوله ساعتونو د کار څخه وروسته ورته د مزد سره سره د مهالي تفریح حق ورکړل شي.

۲۵: هرڅو ک حق لري چې د اوسیدلو لپاره  د ټاکل شوي معیار  په رڼا کې د اوسیدلو، خوراک او د لازمه طبي چوپړتیاوو څخه برخمن شي او همدارنګه حق لري چې د بې کاري ، ناروغي، د کورنۍ د غړو د لاسه ورکولو، د عمر د زیاتوالي ، د کونډتوب او همدارنګه د ټولو هغه مواردو په مهال چې  دانسان د ارادې څخه بهر وي د خوندیتوب او د عزت د ژوند د ملاتړ حق لري.(۲)میندې او ماشومان حق لري چې د ځانګړې مرستې او پاملرنې څخه برخمن شي. ماشومان چې د نکاح او پرته له نکاح پیدا شوي وي، ټول یې د یو ډول ټولنیزه ملاتړ حق لري.

۲۶: هر کس حق لري چې د زده کړې څخه برخمن شي. زده کړې باید مجاني وي او یا هم لږ ترلږه لومړنۍ زده کړې باید وړیا وي. لومړنۍ زده کړې جبري دي. مسلکي او حرفوي زده کړې ټولو ته باید په مساوي ډول شتون ولري. لوړې زده کړې باید د وړتیا په اساس د ټولو په واک کې ورکړل شي څو ټول د وړتیا او استعداد په اساس ترې برخمن شي.(۲) زده کړې او تعلیم باید په داسې ډول تدریس شي چې  هرکس  دې پرمختګ کچه ترووروستۍ هغې ورسیږي چې  انساني شخصیت تکمیل شي او د بشر حقوقو او ازادي ته احترام وپیژني.(۳) روزنه باید داسې وشي څو د وګړو ترمینځ پوهاوی او د مخالفو عقایدو لپاره احترام فضارامینځ ته کړي او د مخلتفو ملتونو ترمینځ دوستي ته ارتقا ورکړي او همدارنګه  د نژادي او مذهبي ټولنو او همدارنګه  وتوانیږي څو د ملګرو ملتونو د مبارزې  په لاره کې د سولې د ساتلو لپاره د فعالیتونو د پراختیا سبب وګرځي.(۴) مور او پلار د اولاد لپاره د زده کړو په خوښونه/انتخاب کې د نورو په پرتله د لومړیتوب لري.

۲۷:  هرڅوک حق لري چې د ټولنې په فرهنګي ژوند کې  ګډون ولري. کولای شي چې د هنر له ښکلا څخه خوند واخلي او  همدارنګه علمي پرمختګونه او ګټې یې د نورو سره شریکې کړي.

(۲)هرڅوک حق لري چې د  خپلو اثارو د معنوي ، فرهنګي او هنري  ملاتړ څخه برخمن شي.

۲۸: هرڅوک د ټولنیز او نړیوال نظم ، د ټولنیز ه او نړیوالو حقوقو او ازادي څخه چې په دې اعلامیه کې ذکر شوي دي، مستحق دی او کولای شي چې عملي یې کړي.

۲۹: (۱) هرڅوک د ټولنې په  وړاندې دنده لري چې د خپل شخصیت  کې د پرمختګ به راوستلو سره د خپلې راتلونکې مسیر وټاکي.(۲) هرڅوک د حقوقو په لاسته راوړلو او د ازادۍ څخه  په ګټې اخستنې سره یوازې د نورو حقوقو او ازادۍ ته د احترام په چوکاټ کې  د محدودیتونو تابع دی او همدرانګه په یوه ډموکراټیکه ټولنه کې د عمومي نظم ، رفاع او اخلاقي قضایاتو ته  د احترام مسولیت لري. (۳) دا حقوق او خپلواکي په هیڅ وخت کې باید ملګرو ملتونو د موخو او اصولو څخه په سرغړونه او مخالفت کې پلي نه شي.

۳۰:  په دې اعلامیه کې ذکر شوي هیڅ ماده باید داسې تعبیر او تفسیر نه شي چې دولت، ټولنې او یا فرد  ته داسې حق ورکړل شي چې له مخې یې خپلواکي او حقوق له مینځه لاړ شي او یا یې هم مخه ډب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *