تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د جزا قانون د تعدیل په غبرګون ویلي، بې له قیدو شرطه دې د بکارت پردې د معاینات ممنوع اعلان شي.
دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په مشرۍ تقنیني کمېسیون د جزا کوډ د ۶۴۰مې مادې د دویمې فقرې په تعدیلولو پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به یوازې باصلاحیته محکمه د بکارت د پردې د معاینې حق ولري، خو اوس د بشر د حقونو کمېسیون وايي، دا کار دې بې قیده او بې شرطه منع اعلان شي.
د بشر د حقونو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښځې د انساني کرامت د خوندیتوب او نړیوالو بشري قوانینو په اساس هر ډول اجباري طبي معاینات شکنجه ګڼي او دا کمېسیون باور لري چې طبي عدلي معاینات د جرم د ثابتولو لپاره کوم علمي او طبي اساس نه لري.
د بشري حقونو کمېسیون په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی د پخوا په څېر یو وار بیا غوښتنه کوي چې د بکارت پردې طبي او عدلي معاینات دې له ځنډ پرته ودرول شي.
د بکارت پردې معاینه په ځینو جنايي تحقیقاتو کې په افغانستان کې اړینه بلل کېږي چې له کبله یې ښځې او نجونې مجبورې دي خپل بکارت په معاینه ثابت کړي.