تاند- د بشر په تاریخ کې تر ټولو چټکه ستوربېړۍ د لمر په لور روانه شوه.
دا ستوربېړۍ، چې یوجین پارکر نومول شوې، نن /یکشنبه/ په فلوریدا کې د امریکا له فضايي اډې د دلتا ۴ توغندي په وسیله فضا ته وتوغول شوه او په یوه ساعت کې له توغندي په بري جلا شوه.
ټاکل شوې وه چې پرون / د شنبې ورځ – اګست۱۱/ واستول شي خو د دې لپاره چې اقلیمي شرایط برابر نه ول، نن ته وځنډول شوه.
پر دې ستوربېړۍ یې د امریکايي فزیکپوه یوجین پارکر نوم د دې لپاره ایښی چې نوموړي په ۱۹۵۸ م کال د لمرینو بادونو ښکارنده (پدیده) تشریح کړه.

پارکر، چې اوس ۹۱ کلن دی، پخپله د توغندي د توغېدو ننداره وکړه.
د دې ستونربېړۍ د استولو هدف دا دی چې د لمر بهرني اتومسفیر ته ورسېږي.
پارکرز ستوربېړۍ به په ۳ میاشتو کې لمر ته نژدې یعني ۶،۶۱ ملیون کیلومترۍ ته ورسېږي.
په ۷ کلونو کې به ۲۴ ځلې تر لمر راوګرځي او د دې سوځنده کُرې د تاج په اړه به معلومات راټول کړي.
پر مځکه د لمر زیات اغېز د هغه له تاجه سرچینه اخلي.
دا تر اوسه پورې تر ټولو چټکه وسیله ده چې انسانانو جوړه کړې ده. پارکر په یو ساعت کې ۶۹۰ زره کیلومتره مزل کوي. په دې سرعت له نیویارک څخه توکیو ته په یوه دقیقه کې رسېدای شي.