د قفقاز د سیمې نامتو شاعر رسول همزادوف وایي چې دا نړۍ د سمندر د منځ د کوچینۍ بېړۍ په څېر ده چې سپاره کسان پکې ملتونه وګڼه. اوس که څوک راولاړېږي، دا بېړۍ ډوبوي او یا په بله ژبه دا نړۍ ګډوډوي، نو ډېر تاوان به پکې هغو سپرو کړی وي چې د لامبو چل یې زده نه دی. رسېدلي ملتونه به بیا هم د امن ساحل ته ځان وباسي خو بې وسه او وروسته پاتې قامونه به د بېړۍ د هغو سپرو غوندې چې د لامبو چل نه ورځي،ډوب شي. د دغه قفقازي شاعر په خبره کې د دنیا وروسته پاتې قامونو او بلکې هر کمزوري انسان ته ګټور پیغام نغښتی دی.
شاوخوا نیمه پېړۍ پخوا اجمل خټک هم ویلي وو چې: اې په شیش محل کې ناسته بل په کاڼو مه وله!
بشیراحمد ګواښ کمزورو او تر خطر لاندې خلکو ته د یوه داسې تصویر په ذریعه چې د شاعر د خپل چاپېریال له توکو رغېدلی دی، دا رنګه موجز پیغام لري:
د کور په نوم چې یې جونګړه وي د خوړ په منځ کې
هغه دې نه کوي دوستي له بارانونو سره
په جنګ، تشدد، ناامني او بې پروایي کې ډېر تاوان د بېوسو خلکو دی. هغه کسان چې د بې عدالتۍ احساس کوي او ځان مظلومان ورښکاري، ممکن احساساتي شي او توندي و تېزي ته مخه کړي خو هغه دري متل دی چې: قهر غریب به جان غریب. ګټه هغوی کوي چې خپل احساسات په کنټرول کې ساتي او ګډوډي نه غواړي.