دا هغه کتاب دی چې د ۱۳۹۶ کال په وروستۍ میاشت کې له چاپه راووت.  

د کتاب د لوستلو پر وخت مې داسې ګڼله، چې د پوځي چارو داسې یو شنونکی معلومات راکوي، چې بشپړ ډول پر موضوع برلاسی او لوبغاړی دی.

کتاب د خورا مهمې موضوع «د بغاوت مدیریت» په اړه لیکل شوی دی. بغاوت د بشري ټولنې همزولی او د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو څرګند شوی دی.   

هماغسې، چې بغاوت کورنۍ او بهرنۍ انګېزې لري؛ دا هم روښانه کوي، چې استخبارات ډېر ژر د خپلو موخو د ترلاسه کولو له‌پاره عمل کوي او له‌دې ښکارندې ګټنه کوي، چې کرکه له جګړې سره یوځای شي.

د دغه کتاب د لوستلو پر مهال دا روښانېږي، چې اوس‌مهال دولتونه مخامخ جګړې نه‌کوي او د خپلو موخو له‌پاره له ترهګرو او باغي ډلو کار اخلي. دا خبره په کتاب کې د بهرنیو استخباراتي ډلو کار ګڼل شوی دی. د کتاب لیکوال په افغانستان کې د روانې ناروا او بدمرغې جګړې روښانه انځور کښلی او دا یې جوته کړې، چې افغانستان بهرنیو استخباراتي ادارو د خپلې نیابتي او هر اړخیزې جګړې له‌پاره مناسبه جغرافیه ګڼلې ده.

د بغاوت مدیریت کتاب ښودلې، چې په کور دننه وګړیو څه ډول پاڅون یا بغاوت ته لاره جوړه‌کړې او دغه راز، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان روانه جګړه د حل پر ځای څرنګه او ولې پراخه شوه. له دې سره هم‌مهاله دا هم بابیزه شوې‌ده، چې د ستونزې اصلي غوټه، چېرې وه/ ده.

 کتاب دا هم راښیي، چې په افغانستان کې د سیمې استخباراتو په مرسته بغاوتونو لمسېږي، پراخېږي او په لویه کچه ملاتړي لري.

کتاب ډېر داسې موضوعات راټول کړي، چې موږ ورسره هره ورځ تکراراً مخېږو او کله چې د سترګو لیدلي حالات دلته لولو؛ سملاسي خپلې تجربې او لیدلي حالات راتداعي کېږي.

په‌دغه کتاب کې د وروستیو لسیزو ځېنو هغو مسلو ته ځغلنده کتنه شوې، چې افغانستان یې ناامنه کړی. د بېلګې په توګه، د پاکستان له‌خوا د طالبانو تمویلول، د طالبانو او داعش وسله‌والو د ځپلو په اړه ناغېړي او د هغوی راڅرګندېدلو جدي نه ګڼل او …

دې کتاب یوه ښه زاویه پرانیسته او ښه تشه یې دا راپه ګوته کړه، چې د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت افسرانو او سرتېرو ته د روانې جګړې او بغاوت ضد په اړه د پوځي کارپوهانو تر څارنې لاندې تعلیم‌نامې او کتابونه ولیکل شي.

دغه راز،  د یادو توکیو په لیکلو کې د ټولو هغو افسرانو له تجربو استفاده وشي، چې په پوځي عملیاتو او دندو کې ښه لاس لري.

«د بغاوت مدیریت» وړاندیز کوي، چې په افغانستان کې د روان بغاوت پای ته رسولو له‌پاره باید د باغي ډولو کورنۍ او بهرنۍ ریښې وچې شي، د بغاوت شنډولو عملیاتو کې له سیاسي، پوځي لارو ـ چارو یو ځای کار واخیستل شي.

کتاب وايي، افغان حکومت باید د ملي امنیت په تشکیل کې داسې ډلې جوړې کړي، چې دغه باغیان په کور، کلیو، بانډو، غرونو او رغونو کې د هغوی په جامو کې تر خپلو ځالو پورې تعقیب کړي او په وړاندې یې کرار ـ کرار جګړه وکړي.

ښه ده، چې کتاب مطالعه شي او تر څنګ یې پوځي ـ سیاسي چارواکي خپلې تجربې ولیکي او د رواني جګړې په مدیریت کې د یو مسلکي مضمون په توګه په حربي ښوونځیو او نظامي اکاډمیکو مرکزونو کې تدریس شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *